لیکواله: اوسېوا و. ا.
ژباړونکی: ګل جان صابر
تولیا به ډېر وخت له انګړ څخه کور ته په منډو راتلو او ویل به يې چې هلکان یې ځوروي.
یوه ورځ مور هغه ته وویل:
– ډېر شکایت مه کوه، که ته په خپله له خپلو ملګرو سره ښه رویه وکړې هغوی به هم تا نه ځوروي.
تولیا بېرون ته ووت. په میداني کې د دوی یو ګاونډي هلک ساشا چې دی به یې هر وخت ځوراوه یو څه لټول. ساشا په خواشیني وویل:
– مور ما ته د ډوډۍ له پاره پیسې راکړې خو ما هغه ورکې کړې. ته دې خوا ته مه راځه چې تر پښو به یې لاندې کړې.
تولیا ته ور په یاد شول چې سهار یې مور څه ورته وویل نو ځکه یې ساشا ته وړاندیز وکړ:
– راځه چې په ګډه یې ولټوو.
هلکانو په ګډه په لټولو پیل وکړ. ساشا نېکمرغه و: د زینې په یوه کونج کې نقره یي سیکه ځلېدله. ساشا خوشاله شو او ویې ویل:
– هغه ده سیکه! موږ یې ووېرولو خو آخر پیدا شوه! ستا څخه مننه. بېرون ته را وزه، هلکان به تا نه ځوروي! زه همدا اوس په منډه په ډوډۍ پسې ځم!
تولیا په زینو کې کښته ولاړ. د زینو د تیاره ځای څخه يې په خوښی دا غږ تر غوږ شو:
– را- و- و- زه!