لیکواله: اوسېوا و. ا.
ژباړونکی: ګل جان صابر
په ونه ټیټ سپین ږيری چې اوږده سپینه ږیره یې لرله په اوږده چوکۍ ناست و او پخپله چترۍ یې په رېګ یو څه رسمول.
پاولیک هغه ته راغی او ورته ویې ویل:
– لږ اخوا شه او ما ته هم د کېناستو لږ ځای راکړه.
سپین ږیری په چوکۍ یوې خواته شو او پاولیک د چوکۍ په څنډه کېناست. سپین ږیري د هلک سرې شوې او بړوسې څېرې ته وکتل او ویې ویل:
– تا ته څه در پېښ شويدي؟ تا همدا اوس چیغې وهلې او ژړل دې، د کوم چا سره د شخړه وکړه…
پاولیک خپل موټي ټینګ ونیول او ویې ویل:
– زه به د لینکا له لاسه ژر له دې کور څخه وتښتم، یو رنګه پنسل هم نه راکوي او دا په خپله څومره ډېر لري!
– د دې څخه تښتېدل لازم نه دي.
– یوازې د دې څخه نه. انا په یوه ګازره د پخلنځي څخه وشړلم او په پاکووني يې وویشتلم. هېڅوک پر ما زړه سوی نه کوي! پاولیک د خواشیني له امله پوزه کش کړه. زما مشر ورور په کښتۍ کې سپرېږي او ما له ځان سره نه بیایي. زه هغه ته وایم: ښه ده چې ما هم درسره بوزې، زه به ستا سره یو ځای ځم، پاروګان به وهم، په خپله په کښتۍ کې سپرېږم. پاولیک اوږده چوکۍ په سوک ووهله او چوپ شو.
سپین ږیري په خپله ږیره لاس تېر کړ او ویې ویل:
– زه غواړم چې ستا سره مرسته وکړم. یوه داسې زړه وړونکې خبره شته چې ستا سره به مرسته وکړي. زه هغه خبره تا ته درښیم خو د هغې د ویلو څرنګوالی هم باید په یاد ولرې. هر چا ته چې دا خبره کوې باید په ډېر نرم غږ یې داسې وکړې چې مخامخ به د هغه سترګو ته ګورې.
سپین ږیری د کوچني غوږ ته ور ټیټ شو، پسته ږیره یې د پاولیک له بارخو سره ولګېده، یو څه وپسېد او بیا یې په لوړ غږ وویل:
– دا زړه وړونکې خبره ده خو دا هم مه هېروه چې هغه څرنګه باید وویل شي.
پاولیک ولاړشو، د کور لوري ته یې منډه کړه او ویې ویل:
– زه دا خبره همدا اوس آزمویم.
لینا د مېز شا ته ناسته وه او یو څه یې رسمول. د هغې مخ ته زرغون، شنه، سره . . . رنګه پنسلونه پراته وو. هغې چې کله پاولیک ولید سمد لاسه یې رنګه پنسلونه ټول کړل او په لاس کې یې ونيول.
کوچني فکر وکړ چې سپین ږیري تېر اېستلم، زړه وړونکې خبره به په هغې اغېز
وکړي!
پاولیک د خپلې خور څنګ ته ورغی او هغه یې تر لستوڼي کش کړه، خور ده ته وکتل. کوچنې په داسې حال کې چې د خپلې خور سترګو ته یې کتل په ټیټ غږ وویل:
– خور جانې، مهرباني وکړه ما ته خو یو پنسل راکړه.
لینا سترګې کش کړې، لاس يې خلاص کړ او په ترور والي يې تر شوندو لاندې وویل:
– ستا کوم یو رنګه پنسل په کار دی؟
کوچني په وېره وویل:
– شین.
کوچني رنګه پنسل واخیست، هغه یې په لاس کې ونیو، په کوټه کې لږ وګرزېد او پنسل يې بېرته خور ته ورکړ. د هغه رنګه پنسل په کار نه و یوازې یې د زړه وړونکې خبرې په برخه کې فکر کاوه.
پاولیک له ځان سره وویل: «انا ته ورځم، هغه پخلی کوي، ما به را وشړي او که نه؟ ».
کوچني د پخلنځي ور خلاص کړ، انا په دستر خوان کې تاوده پیرکي اېښوول. لمسي هغې ته ور منډه کړه په دواړو لاسونو يې د هغې تروره څېره ځان ته را وګرزوله، د هغې سترګو ته یې وکتل او تر شونډو لاندې یې وویل:
– انا، مهرباني وکړه ما ته خو لږ پیرکی راکړه.
انا سمه شوه، د زړه وړونکې خبرې اغېز د هغې د مخ په هره ګونځه، سترګو او موسکا کې لیدل کېده.
– زما ګران تاوده څه غواړي! هغې دا وویل او کوچني ته يې یو ښه پیرکی ورکړ.
پاولیک د خوشالي څخه ور ټوپ کړ او انا یې په دواړو بارخوګانو ښکل کړه.
«زړه وړونکې خبره! زړه وړونکې خبره! »- پاولیک له ځان سره دا ویل او سپین ږیری یې یادولو.
کوچنی د غرمې د ډوډۍ خوړلو ته آرام ناست و او د ورور هرې خبرې ته یې غوږ نیوه. کله چې ورور وویل چې د کښتۍ سپرلی ته ځي، پاولیک د هغه په اوږه لاس کېښود او په ورو يې غوښتنه خنې وکړه:
– ورور جانه، مهرباني وکړه ما هم در سره بوزه.
د مېز شاته ټول ناست کسان سمدلاسه چوپ شول. ورور وروځې کش کړې او موسکی شو. خور یې وویل:
– وروره، پاولیک درسره بوزه، د هغه تګ ستا لپاره هېڅ ضرر نه لري.
انا هم د هغه ملاتړ وکړ او ویې ویل:
– ولې به یې نه درسره بیایې؟ هرو مرو یې درسره بوزه.
ورور موسکی شو، پاولیک یې په اوږو وټپاوه، د هغه په سر یې لاس تېر کړ او ويې ویل:
– ای شوخه! ښه ده، تا به راسره بوزم، ورشه ځان تیار کړه.
«مرسته یې وکړه! بیا یې هم مرسته وکړه! »
پاولیک د مېز څخه ولاړ شو، کوڅې ته ووت، کوچني پارک ته ورغي خو سپین ږیری هلته نه و. په اوږده چوکۍ څوک نه وو ناست خو یوازې په رېګ د چترۍ په مرسته څه نه پوهېدونکې نښې پاتې وې.