یوه سپین ږیري یوه لور لرله.د هغه لور دومره ټنبله وه چې تا به ویل کوم چا د ټولو کارونو څخه وده(دم) کړې ده. سپین ږیری له هغې سره ډېر په تکلیف و. د داسې ټنبلې سره څوک واده هم نه کوي او په کور کې د هغې اوسېدل یوازې کړاو دی او بس، خو بیا هم هېڅ چاره نه شته، خپله لور که هر څومره ټنبله هم وي له کور څخه یې شړلی نه شې.
یوه ورځ سپین ږیری بازار ته تلو، د سپین ږیري ټنبلې لور هم وغوښتل چې له هغه سره ولاړه شي. سپین ږیري نه غوښتل چې خپله لور له ځان سره بوزي خو هغه د مهربان زړه خاوند و نو ځکه د هغې د تلو سره موافق شو.
سپین ږیری او لور یې دواړه په ګاډۍ کې سپاره او د ښار لوري ته روان شول.آس ورو، ورو منډې وهلې او سپین ږیری په خپلو چرتونو کې ډوب و. هغه ناڅاپه ولیدل چې په لار کې یوه ښکلې اوبدل شوې ټوکرۍ پرته ده. سپین ږیرې خپلې لور ته وویل:
– لورې ورشه او هغه ټوکرۍ را واخله.
– زما زړه نه غواړي چې له ګاډۍ څخه کښته شم.
– لورې، ورشه ټوکرۍ راواخله زه به تا ته په بازار کې آلوبالو رانیسم.
د دې سره، سره چې د ټنبلې آلوبالو ډېر خوښېدل خو هغې بیا هم د خپلې ټنبلی له امله ټوکرۍ را پورته نه کړه. هغې وویل:
– نه، زه د ګاډۍ څخه نه کښته کېږم او که نه بیا به مې ملا درد کوي.
سپین ږیري هېڅ نه شوه کولی، په خپله له ګاډۍ څخه کښته شو،ټوکرۍ یې را واخیستله او روان شول. دوی لږ یا ډېر وخت وروسته بازار ته راورسېدل.
سپین ږیري هغه توکي وپلورل چې د پلورلو له پاره یې راوړي وو او ځینې د اړتیا وړ توکې یې رانیول. هغه په بازار کې د خپلې خوښینې د خاوند سره مخامخ شو، له هغه سره یې خبرې اترې وکړې او د خپلې ټنبلې لور څخه یې سر وټکاوه. سپین ږیرې د خپلې خوښینې له خاوند څخه پوښتنه وکړه چې د خپلې لور له پاره چېرې آلوبالو رانیسي ځکه چې د هغې آلوبالو خورا ډېر خوښېږي. د خوښینې خاوند هغه ته وویل:
– راځه چې ځو، زه به تا ته آلوبالو درکړم خو ته به هغه څه کوې چې زه يې در ته وایم، هیله شته چې ستا د لور د ټنبلي علاج وشي.
هغوی به لږ یا ډېر وخت تېر کړی وي، ټنبله په دې وخت کې له ګاډۍ څخه راکښته نه شوه، تاوده لمر ته پرته او ویده وه. هغه ان په دې هم خبره نه شوه چې پلار یې راغی او ګاډۍ یې روانه کړه. آس د کور په لوري په منډو پیل وکړ. ټنبله چې کله راویښه شوه ويې لیدل چې د دوی ګاډۍ د ځنګل په لاره د کور لوري ته روانه ده. هغې د خپل پلار څخه پوښتنه وکړه:
– پلاره، تا ما ته آلوبالو رانیول؟
سپین ږیري ځواب ورکړ:
– نه لورجانې، ما تا ته آلوبالو را نه نیول، تا ټوکری را پورته نه کړه او ما هم آلو بالو در ته را نه نیول.
سپین ږیري لږ شېبه وروسته یو آلو بالو را واخیست او لارې ته یې وغورځاوه. آلوبالو په شنو وښو کې د لمر د وړانګو د انعکاس له امله د ستوري په څېر وځلېد. ټنبلې چې کله آلوبالو ولید د ګاډۍ څخه کښته شوه، آلوبالو يې را واخیست او ويې خوړ. سپین ږیري له خپلې لور څخه پوښتنه وکړه:
– لور جانې، دا څه دي، له ګاډۍ څخه کښته شوې؟
ټنبلې ځواب ورکړ:
– ما آلوبالو راپورته کړ.
سپین ږیري له هغې څخه بیا پوښتنه وکړه:
– ستا ملا درد ونکړ؟
ټنبلې ځواب ورکړ:
– نه، ملا مې درد نه کوي.
سپین ږیري وروسته له دې یو بل آلوبالو و غورځاوه. ټنبله بیا هم له ګاډۍ څخه کښته شوه او آلوبالو یې را پورته کړ.
– دا څه دي، لور جانې،تا بیا هم آلوبالو را پورته کړ؟.
– هو، هغه ډېر خوندور دي.
– ستا ملا څرنګه ده؟
– ښه ده، درد نه کوي.
سپین ږیري موسکا وکړه او بیا یې هم آلوبالو لارې ته و غورځاوه. ټنبلې دا پلا هم آلوبالو را پورته کړ او هغه یې وخوړ. سپین ږیري په همدې ډول یوه لپه آلوبالو یو، یو لارې ته و غورځول او ټنبلې هغه ټول را پورته کړل او ویې خوړل.
سپین ږیري فکر وکړ چې راشه تشه ټوکرۍ به لارې ته و غورځوم او و به ګورم چې زما لور هغه را پورته کوي او که نه؟ هغه تشه ټوکرۍ لارې ته و غورځوله.
ټنبلې چې کله ټوکرۍ ولیدله له ګاډۍ څخه راکښته شوه، ټوکرۍ یې را واخیستله او ویې ویل:
– دا ټوکرۍ خو تر اوسه پورې دلته پرته ده، دا ده پلاره واخله.
د دې ویل سخت دي چې آلوبالو به وده شوي وو او که د نجلۍ خوښېدل چې له ګاډۍ څخه کښته شي او الوبالو را واخلي، خو داسې ویل کېدل چې له هغې ورځې وروسته د سپین ږیري لور د ټنبلي څخه را ووتله.