لیکوال: اېریس رېویو
ژباړونکی: ګل جان صابر
ساشا لوژایکین یو هلک و. ساشا بد هلک نه خو وږسترګی(حریص) و. هغه هېڅکله له خپلو ملګرو سره خپل خوندور خواړه نه شریکول او خپل د لوبو سامان یې چا ته نه ورکاوه. هغه به له ځان سره په غوسه و او ویل به یې:
– دا نو څه ښه خبره ده چې یو او بل ته څه ورکوي! دا د څه لپاره؟ یو او بل ته یو څه ورکوي، موسک کېږي او په کړس خاندي. دا نو څه خوښي ده؟ دا ښه ده چې پخپله یې واخلې او ویې خورې. دا تر دې ښه ده چې بل ته یې ورکړې.
یوه ورځ د نه منلو وړ پېښه وشوه. مور او پلار کنسرت ته ولاړل. انا په چوکۍ کې ناسته وه او زنګېدله. هغه ژر خوب یووړه او ویده شوه. په همدې وخت کې تېز باران اورېدو. ساشا له کړکۍ څخه د باندې وکتل او یو ژوندی شی يې ولید چې باران لوند خیشت کړی و. د ساشا د پلټنې حس را ویښ شو، کړکۍ یې خلاصه کړه او ژوندی څه د ده کوټې ته را ننوتل. ساشا له هغه څخه پوښتنه وکړه:
– ته څوک یې؟
– زه خوښي یم او ته څوک یې؟
– زه ساشا یم.
مېلمه له ساشا څخه پوښتنه وکړه:
– ته ملګری لرې؟
ساشا وویل:
– نه، ټول وایي چې زه وږسترګی یم نو ځکه ملګری نه لرم.
خوښی وویل:
– نه، ته بېخي وږسترګی نه یې. داسې ګلالی هلک نه شي کېدای چې وږسترګی وي. زه پوهېږم چې وږسترګي لېوه او ګیدړه وي. هغوی هېڅکله خپل ښکار له نورو سره نه شریکوي.
ساشا په فکر کې ډوب شو.
ساشا ته خوښي ډېره په زړه پورې وه. هغه خوښه او خوشاله وه. هغې کولی شول چې د ده ښه ملګرې شي.
ساشا ماښام د خپل پتلون په جیب کې یو موټی پتاسې واچولې او پرېکړه یې وکړه چې هغه به سبا هلکانو ته ورکوي. هغه خو به ټول عمر وږسترګی نه وي!
هلکانو ته د پتاسو ورکول په زړه پورې او خوشالوونکي وو. هلکانو له ساشا څخه مننه وکړه یوازې یوه هلک، دیما کوپېیکین له هغه څخه پوښتنه وکړه:
– دا په تا څه وشول چې یو ناڅاپه داسې لاس خلاصی(سخي) شوې؟
– لومړی دا چې ما ملګری پیدا کړاو دوهم- زه له وږسترګتوب څخه نور تنګ شوم.
دیما وویل:
– موږ غواړو چې ستا له نوي ملګري سره وپېژنو.
ماښام ډېر هلکان د ساشا مېلمانه شول. د ټولو هلکانو خوښي خوښه شوه ځکه چې هغه ډېره مهربانه او خوشاله وه. ټولو هلکانو په یوه غږ وویل:
– هغه به تا ته نور ډېر ښه څه در زده کړي ځکه چې هغه نړۍ ته له خیرغوښتونکي او روښانه لوري ګوري.