لیکوال: و.سوخوملینسکي
ژباړونکی: ګل جان صابر
د سویې په ژمې کې ساړه کېدو. هغه د ځنګل څنډې ته په داسې وخت کې را ووتله چې شپه شوې وه. ډېر ساړه و، واوره د سپوږمۍ رڼا ته ځلېدله، له شېلې څخه سوړ باد را الوت.
سویه تر یوه بوټي لاندې کېناستله، پنجې یې د سپوږمۍ لوري ته ور اوږدې کړې او له هغې څخه یې وغوښتل:
– ګرانې سپوږمۍ، ما پخپلو وړانګو توده کړه او که نه نو تر لمر ختو پورې لا ډېر وخت دی.
د سپوږمۍ په سویه زړه وسوځېد نو ځکه یې هغې ته وویل:
– د څړ ځای لوري ته ولاړه شه، زه به تا ته لار روښانه کوم او ته د وښو تر لویې دلۍ پورې منډې ووهه.
سویې د وښو تر دلۍ پورې منډې ووهلې په وښو کې پټه شوه د سپوږمۍ لوري ته یې وکتل موسکی شوه او ویې ویل:
– ګرانې سپوږمۍ، له تا څخه مننه، اوس ستا وړانګې تودې او تودې دي.