تاند- څېړونکي وايي،د نوزېږو ماشومانو له خندا یا موسکا، چې تقریباً له زېږدو وروسته پیلېږي، د هغو د عاطفي او ټولنیزې ودې په اړه ډیر معلومات ترلاسه کېدای شي.
څېړونکو د داروین له وخته تر اوسه پورې هڅه کړې چې د ماشومانو د خندا راز معلوم کړي خو اوسني څېړونکي توانېدلي چې د ماشومانو د زړه د فعالیت، د مازغو د سکن او زرګونه ساعته فلم اخیستو په وسیله د نوزېږو د پېژندلو او عاطفې په اړه د پام وړ معلومات ټول او کشف کړي.
د امریکا د کلیفورنیا پوهنتون د څېړونکو د ټیم یو غړی خاویر موولان وايي، نوزېږي ماشومان په تصادفي ډول نه خاندي بلکې په دې کار کې یو هدف لري.
دی وايي نوزېږي پر غیرعادي شیانو خاندي. حتي که یې شاوخوا ته څوک نه هم وي خاندي.
نوی زېږېدلی ماشوم په لومړي ځل عموماً په خوب کې خاندي.
خو څېړونکي وايي چې دا راز یې لا هم نه دی موندلی چې څه شی سبب کېږي چې نوزېږي ماشومان په خوب کې خاندي.
دوي وايي دا احتمال شته چې د نوزېږي د خندا او د فکري یا احساسي سیستم ترمنځ لا ارتباط نه وي نو ښايي له همدې کبله نوزېږی او حتي هغه ماشومان چې ناقص دي او پوره وده یې نه وي کړې، هم په خپل سر خاندي.
د څېړونکو په وینا همدا دلیل دی چې هر څومره د نوزېږي عمر زیاتیږي په خندا یې کنټرول ډیریږي.