مینه

یوي څېړني ښودلي، هغه اومیندوارې ښځي چي مثبت فکر کوي ممکن داسي ماشومان وزېږوي چي په ریاضي او نورو علومو کې تکړه وي.

د بریتانیا د بریستول پوهنتون څېړونکو د ۱۶۰۰ حاملو ښځو شخصیت مطالعه کړی څو وپوهېږي چی آیا مېندې داسي احساس کوي چي خپل ژوند يې په کنترول کې دی او کنه؟ د بریستول پوهنتون د څېړنو په بنسټ هغه راپور چي خپور شوی ښيي، هغه مېندي چي فکر کوي خپل ژوند يې پخپل کنترول کې دی، ځېرک ماشومان زېږوي یا هم د هغوۍ ماشومان په ریاضیاتو او نورو علومو کې د لوړ فهم او درک درلودونکي وي.

هغه ښځي چي ژوند ته له مثبتي زاويي ګوري د خپلو ماشومانو تغذيي ته يې هم پام ډېر وي. خپلو ماشومانو ته داستانونه وايي او هغوۍ تل درسونو ته هڅوي.