لیکنه او راټولونه: خالد سمیر
دا د مور او پلار مکلفیت دی چې خپل واړه اولادونه په good touch او bad touch وپوهوي.
هغوی ته باید وښوول شي چې پر تاسې د بل چا له لوري د مینې لاس لګول یا لمس کول څه دي او شهوتي لمس کول څه دي.
پر دې موضوع لږ تفصیلي غږېږم او د روزنې لارې چارې یې هم درښیم.
بد لمس د جنسي غریزې د اشباع لپاره کېږي او ښه لمس عاطفي او د مینې اړخ لري.
دا چې موږ ماشومان کلبونو، ښوونځیو، مدارسو، محفلونو او پارکونو ته لېږو، نو ښایي له داسې وحشي صفتو له خوا له ناوړه لمس سره مخ شي چې موخه یې شهوتي وي.
ټولنه ده، هر ډول خلک پکې شته، داسې پېښې به مو ډېرې تر سترګو شوې وي چې ماشومان جنسي ځورول شوي وي.
ماشومان باید د bad touch یا بد لمس په اړه وپوهول شي او ورته وښودل شي چې څنګه مقابل کس ترې منع کړي؛ دا ډاډ هم باید ورکړل شي، نو څه باید وکړي.
زموږ او تاسې ټولنه کې ماشومان دغه شیان نه پېژني. که یو ماشوم له بد یا شهوتي لمس سره مخ کېږي، نو نه پوهېږي چې څه ووایي او ویې کړي، نو ځکه خو د لمس په اړه د اولادونو سمه روزنه او پوهول حتمي دي چې حتا د جنسي ځورونکو له هغه شهوتي لمس څخه هم خوندي وي.
بېلګې:
د ماشوم پر سر لاس تېرول یو good touch دی، خو که یو ماشوم پر شونډو ښکل کېږي، نو bad touch دی.
که د یو ماشوم کومې په دوو ګوتو نیسې، نو د مینې لمس یا good touch دی، خو که د همدغه ماشوم ګرېوان ته لاس ورښکته کوې، نو bad touch دی.
که د ماشوم خاص اندام ته لاس وروړې، نو بد لمس دی، خو که د هڅونې په موخه یې پر شا لاس تېروې یا ډبوې، نو ښه لمس دی.
که څه هم دغه موضوع ماشومانو ته وړاندې کول او د هغوی سر خلاصول پرې ستونزمنه ده، خو باید د هغوی په ژبه د هغوی د پوهولو هڅه وکړو.
والدینو یا مشرانو ته څه پکار دي؟
۱- باید اولادونو ته د بدن ټول اندامونه وروپېژندل شيي چې د هغوی د لغاتو قاموس پراخ او.د اړتیا په مهال پرې ډاډه خبرې وکړای شي.
۲- هغوی ته باید خاص اندامونه وروپېژندل شي او دا ورزده کړای شي چې څوک حق نه لري، د بدن دغه برخې مو لمس کړي یا عکس ترې واخلي او نه باید چا ته وښودل شي. (باید دا هم وروښوول شي چې د لمبا خاص لباس، د پمپر بدلول او ډاکټر ته تګ استثنایي حالات دي.)
۳- اولادونو سره باید د هغوی د ځانګړو اندامونو د حفاظت په موخه ورځنۍ خبرې وشي چې هغوی ته هم د بحث یوه ازاده فضا برابره شي.
۴- اولادونه باید وپوهول شي چې د پیسو په مقابل کې باید ستاسې ځانګړي اندامونه څوک لمس نه کړي او که څوک دغه کار کوي، نو باید راز یې له کورنۍ سره شریک کړي.
۵- موږ اکثریت خپل اولادونه له نا اشنا خلکو سره له ناستې منع کوو، حال دا چې دغه د ځورونې پېښې په ډېری هغو ځایونو کې دي چې ماشومان ورسر بلد وي، لکه کلب، ښوونځی، محفل او داسې نور، نو اولاد ته په داسې چاپېریال کې د پاتې کېدو اجازه مه ورکوئ چې هلته بالغ انسانان وي.
۶- اولادونو ته “هو” او “نه” ورزده کړئ، که له داسې حالت سره مخ کېږي، نو باید چې د مرستې لپاره غږ وکړي، باوري کس لوري ته منډه کړي.
متأسفانه زموږ په ټولنو کې ماشوم د نه پوهاوي له امله د ځورونې په وخت کې هېڅ نه شي ویلی، د وېرې او شرم احساس کوي، ځکه خو دغه موضوع ډېره اړینه وبلله.
اولادونو ته د بد لمس د مخنیوي لپاره دغه جملې ورزده کړئ:
زما وجود ته لاس مه راوړه!
اجازه نه لرې چې ما سره لاس ولګوې!
زه وایم چې دا کار مه کوه!
د اولادونو سمه روزنه د والدینو دروند او اساسي مکلفیت دی؛ باید عادي و نه ګڼل شي.
په دویم قدم کې دا د حکومتونو دنده ده چې د وړو ماشومانو سمې روزنې ته کار وکړي.
د لومړنیو ښوونځیو په تدریسي نصاب کې باید داسې موضوع ګانې ځای پر ځای شي چې ماشومان د امکان تر حده د شریرو انسانانو له بدو غریزو او ځورونو خوندي پاتې شي.