ژباړه: صدیقه پوپلزۍ
د دې لپاره چې ماشومتوب د خبرو او پلټنو وخت وي، او ماشومتوب کې ذهن ډېر فعاله وي ډېر ژر یې هر څه ته پام کیږي.
د ماشومانو ډېر خوښیږي چې د هر څه په اړه پوښتنه وکړي او پوه شي.
کوم ماشوم چې د پلار او مور له مینې بې برخې وي، نو ډېرې خبرې کوي چې د ټولو پام د خپلو خبرو په وسیله ځانته جلب کړي.
کوم وخت چې ماشوم ډېرې خبرې وکړې نو پوه شئ چې په خپل زړه او ذهن کې د کوم څه پټول غواړي، ترڅو د کور وګړي پوه نه شي.
ماشومان یو بل تر منځ ډېر کینه او حسادت کوي، کله چې مور یا پلار نورو ماشومانو ته مینه ورکوي نو د دوی نه خوښیږي. نو ځکه همدا کینه د پوښتنو او خبرو سبب کیږي.
کله چې د ماشوم اعتماد په نفس او باور کم شي نو ډېرې خبرې کوي چې د دې اغېزه کېدای شي تر لوی والي پاته شي.
ممکن په دې ډول د کومې خبرې یا کومې موضوع پر وړاندې خپل اعتراض ښکاره کړي، ځکه ماشومان په مستقیم ډول هدف نشي رسولای.
کوم ماشوم چې ډېر رټل یا هم وهل کېږي او سم چلند ورسره نه کیږي، نو همدا علت دی چې دوی د درناوي او مینې تمه لري تل غواړي د کورنۍ لخوا وهڅول شي نو ځکه ډېرې خبرې کوي.
بل دلیل دا هم دی چې غواړي د مشرانو په څېر مشر ښکاره شي.
که مو ماشوم سره ډېره مینه وکړئ نو اړتیا نه پیدا کیږي چې ډېرې خبرې وکړي. ځکه ماشوم مینې ته اړتیا لري. او د مینې په وسیله یې خلا ډکیږي.
کله چې ماشوم خبرې کوې نو باید جدي نشو او هرې خبرې ته باید ځواب ووایو ځکه زموږ منفي غبرګون د دوی د پوښتنو په وړاندې پر دوی بده اغېزه کوي او راتلونکې کې یې جرئت یې هم له منځه ځي، بیا نشي کولای د نورو پر وړاندې خبرې وکړي.