په کيسه ليکنه کې که هغه لنډه وي که اوږده او يا د لویانو لپاره او که د ماشومانو؛ د موضوع موندل لومړی او اساسي ګام دی، په تېره بيا هغه موضوع چې نوې وي او د تکنيکي اصولو پر بنسټ وليکل شي.
پر نورو اصولو سربېره د کيسه ليکنې يو بل اساسي کار د ژبې کاروونه او د نثري اصلوبو مراعتول دي. د دې خبرې معنی دا ده چې هره کيسه بايد د خپلې موضوع په بنسټ کيسه ييزه ژبه ولري. د کيسو کره کتونکي پر دې اصل ځکه ټينګار کوي چې زموږ د ډېرو کيسو ژبه ډېره اوږده او مقالوي وي او لوستونکي ترې د کيسې پوره خوند نه شي اخستلای.
ماشومانو ته کيسه ليکل خپل ځانګړي خصوصیات لري چې ليکوال يې بايد مراعت کړي. کره کتونکي وايي، تر ممکنه حده بايد د ماشومانو په کيسو کې له کمو او ډېرو معمولو کلماتو استفاده وشي. دا اړتيا هغه وخت ډېر احساسېږي چې د عمر په نسبت ماشومانو ته کيسې وليکل شي. ايمل پسرلي پخپله يوه ليکنه کې چې په تاند ويبپاڼه کې خپره شوې وايي، د ماشومانو د عمر او د هغوی د درک د قوې په پام کې نيولو سره بايد هغوی ته کيسې وليکل شي. هغه د عمر مرحلې له دريو تر پنځه کلنو، له پنځو تر نهو کلنو او له لسو تر پنځه لس کلنو وېشلې دي.
د ايمل پسرلي په باور له دريو تر پنځه کلنو پورې کيسې بايد ډېر ساده او ماشوم ته د هضمولو وړ وي. د دې عمر کيسو لپاره د نثر مسجع والی، د جملو لنډوالي او د رنګه تصويرونو په کښلو هم ټينګار کېږي. دلته بله مهمه خبره دا هم کېږي چې د دغه عمر ماشومانو ته نباید، وېروونکې کيسې ولیکل شي، لکه د ديوانو او پریانو، ځکه د دوی پر ذهن بده اغېزه کوي او په نهایت کې د بدی احساس په کې قوي کېږي.
له پنځه کلنو تر نهه کلنو ماشومانو ته ښايي هغه ډول کيسې وليکل شي چې که د کوم څيز د معرفي کولو هڅه هم په کې شوې وي، ماشوم ته د منلو وړ ځکه وي چې په دې عمر کې هغه د خپل چارچاپېر له ځينو شيانو خبر وي او خيال يې وده کړې وي. له لس کلنو تر پنځلس کلنو يا يو څه ورپورته عمر لپاره کيسې که يو څه پېچلې هم وي، پروا نه کوي، ځکه چې دغه ماشومان د خپل چارچاپېر په يو څه نور هم خبر وي او د خپل چاپېریال له حقايقو سره هم بلد او مخ شوي وي، يعنی دا هغه مرحله ده چې ماشومان د زړورتيا او يو څه رومانتيکو کیسو د لوستلو ليوالتيا څرګندوي.
د دغه وېش لوی مقصد دا دی چې موږ بايد د موضوعاتو په انتخاب کې ډېره توجه وکړو او هغه څه وليکو چې زموږ ماشومانو ته د درک وړ وي. د ماشوم د ادبیاتو کره کتونکي او ادبپوهان په دې خبرې سره يوه خوله دي چې ماشومانو ته باید داسې کيسې وليکل شي چې خوند ترې واخلي، پرې تاثير وکړي او په هغه باندې پوه شي. له لويه سره څوک چې غواړي د ماشومانو لپاره کيسې وليکي باید دا وړتيا ولري چې خپلې کيسې د ماشوم له ليده وليکي، يعنې د ماشوم ذهن ته ځان ورسوي او د هغه له ذهنه خپله کيسه وليکي.
دا چې کيسې خپل اغېز لري او د يو هدف لپاره ليکل کېږي لازمه ده، داسې موضوعات انتخاب شي چې ماشومان مينې، محبت او دوستۍ ته وهڅول شي. نه داسې چې زموږ کيسې هغوی جنګ او بدبينۍ ته وهڅوي او کرکه ورته زده کړي. د کره کتونکو وړانديز دا دی چې د ماشومانو لپاره داسې کيسې وليکل شي چې پای يې اميد بښونکی وي.
لکه څنګه چې په هره کيسه کې پیغام ډېر مهم وي او د هرې موضوع رانغاړل خپله ژبه غواړي، دغسې د ماشومانو لپاره کيسې هم داسې يوه ژبه غواړي چې ماشومانو ته د پوهېدو وړ وي. ماشومانو ته کيسه ليکل خپله ژبه غواړي.
د ماشومانو لپاره په کيسه ليکلو کې پر ژبه ټینګار ځکه ضروري ګڼل کېږي چې د سختې ژبې کارول د کيسې د مفهوم په پوهېدو کې خنډ رامنځته کوي، يعنی ماشوم پر کیسه نپوهېږي. د ايمل په باور هغو ليکوالو ته چې د ماشومانو لپاره کيسې ليکي په کار ده، پخپلو کيسو کې د سختو لغتونو له راوړلو ډډه وکړي او هغه ژبه دې پخپلو کيسو کې وکاروي چې په کورونو کې ميندې له خپلو ماشومانو سره غږېږي.
نوموړي دغه ليکنه د مصور ټولنې له خوا ماشومانو ته د کيسو پر څو خپرو شوو کتابونو کړې ده. هغه ليکي: (( د خزانې په لټون کيسه کې يو ځاى لولو: … هغه ته خپله ټوله هڅه بې ګټې واېسېدله؛ په کورونو کې عمومآ هڅه نه وايو، ايسيدل هم ډېر نه کاروو. په ژوبڼ کې ځناور دي؛ کتاب کې: يوه پياوړې حافظه، …. له نورو ځانګړى دى؛ پياوړى او ځانګړى هم له ميندو نه اورو.))
د جملو او مکالمو اوږدوالی هغه ستونزه ده چې په پښتو او دري دواړو ژبو کې زموږ ليکوال دومره ډېره توجه ورته نه کوي، په تېره دا ستونزه په هغو کيسو کې ډېره ليدل کېږي چې له نورو ژبو راژباړل کېږي. زموږ يو شمېر ژباړونکي له دويمې ژبې سره د پوره بلدتيا د نه درلودو له کبله کله کله د کيسو متن او حتی لنډې مکالمې هم ټکي په ټکي ژباړي چې مفهوم اخستل ترې ډېر ستونزمن وي.
ايمل پسرلی په يو ژباړل شوي کتاب کې دې ستونزې ته ځير شوی او يو ليکي: (( که چيرې يو موږک ښوونځي ته يوسې؛ کتاب کې يو ځاى داسې راغلي: ( هغه به د فوټبال چټکه لوبه کوي.) دا جمله داسې معنی لري چې د فوتبال يوه بله بڼه ده چې چټکه يې بولي. په انګريزي کې بايد دا جمله داسې وي:
he will be playing a quick game of football
کويک ګيم په چټکې ژباړل، معنی نه ورکوي. غوره به يې شايد دا واى: هغه به يوه شيبه د فوټبال لوبه وکړي.))
د لنډو کيسو کره کتونکي په دې نظر دي، د ماشومانو د کیسو مکالمې بايد ډېرې لنډې وي، ځکه اوږدې مکالمې ستړې کوونکې وي او د ماشوم ذهن هغه نه شي اخذولای. په دې وروستيو کې يوه ډېره په زړه پورې ناچاپه کيسه مې لاس ته راغله چې لمر به ستوري راوړي، نومېږي؛ د دې کيسې يوازینۍ ستونزه دا ده چې ځينې مکالمې يې له حده زیاتې اوږدې دي، حال دا چې په لږې خوارۍ لنډېډای شي. يوه مکالمه يې داسې ده:
خان: سبا د زرغون ازموينه ده او زه غواړم، چې اتل د هغه په ځاى ازموينه وركړي، ځكه هغه ډېر تكړه دى.
بزګر: خان صاحب قربان مو شم. اتل د زرغون په نيمايي لوست هم نه دى ويلى، هغه خواركى خو كرۍ ورځ له ما سره په كروندو كې لګيا وي. او بيا د كلي او ښار ښوونځي او درسونه ډېر فرق لري. زما په خبره باور وكړه. هيله ده خان صيب زما اتل ته دومره دروند بار مږده. موږ ته اجازه راكړه. بېرته سل ورانې او ويجاړې را له غاړې دي.
د خان مکالمه داسې لنډېدای شي: سبا د زرغون امتحان دی، غواړم اتل د هغه په ځای امتحان ورکړي.
د بزګر مکالمه: خان صاحب! قربان مو شم، نه کېږي؛ اتل خو تر زرغون کم سبق ويلی، دا امتحان به ورته سخت وي.
دلته د مکالمې د اوږدوالي ترڅنګ، که د ازموينې پر ځای امتحان راشي، طبیعي به ښکاري.
لږ تر لږ که ماشومانو ته په کيسه ليکلو کې پورته ياد ټکي په نظر کې ونيول شي، نو موږ به يوه ښه کيسه ليکلې وي او ماشومان به هم ترې خوند اخلي او هم به يو څه ترې زده کوي. له بل لوري هغوی له مطالعې سره عادتېږي. ډېرې کورنۍ دا شکايت کوي چې ماشومان يې سبق نه وايي او یا له سبق ويلو سره شوق نه لري، که موږ ښې کيسې وليکو او د ماشوم توجه جلب کړای شو، نو هغه به په طبيعي ډول له مطالعې او سبق ویلو سره عادت پیدا کوي.
دا لیکنه لومړی پلا په ۲۰۱۱ کې خپره شوې وه.