د ګل جان صابر ژباړه
یوه پاچا ټول ګنډونکي را وغوښتل او هغوی ته یې وویل چې د ده په قد جوړه داسې بړستن ور ته وګنډي چې نه اوږده وي او نه لنډه. یوه ګنډونکي هم ونشوه کړی چې د پاچا د غوښتنې سره سمه بړستن وګنډي، پاچا امر وکړ چې د ټولو سرونه پرې کړي.
له دې وروسته پاچا ته یو بل ګنډونکی راغی او هغه ته یې وویل:
– ټولواکه، زه تاسو ته داسې بړستن ګنډم چې پر تاسو جوړه- نه لنډه او نه هم اوږده وي. اجازه راکړی چې په کار پیل وکړم.
پاچا ځواب ورکړ:
– سمه ده، بړستن وګنډه خو ګوره مخکې له مخکې در ته وایم چې که بړستن لږ اوږده او یا لنډه وه نو زه به امر وکړم چې ستا سر پرې کړي!
ګنډونکي ځواب ورکړ:
– سمه ده، زه یې منم.
ګنډونکي په کار پیل وکړ او په لوی لاس یې بړستن داسې وګندله چې لږ لنډه وه. بړستن یې راوړه د پاچا په مخ کې یې کېښووله او پخپله په داسې حال کې یو خواته ودرېد چې تر پېشبند لاندې یې لنده لښته پټه نیولې وه. هغه پاچا ته وویل:
– د پاچا عمر د ډېر وي! ما هغه بړستن راوړه چې تاسو غوښتې وه. تاسو یې وګوری چې خوښه مو ده او که نه.
– زه به یې وګورم چې پر ما جوړه ده او که نه.
پاچا څملاست، بړستن یې په ځان را خوره کړه ځان یې پکې پټ کړ خو پښې یې لوڅې پاتې شوې. ګنډونکي په همدې وخت کې پټه کړې لښته را وایستله او د پاچا په لوڅو پوندو یې ګزار وکړ. پاچا سمدلاسه خپلې پښې په بړستن کې پټې کړې. ګنډونکي په همدې وخت کې وویل:
– د خپلې بړستنې سره پښې سمې غځوه.
پاچا چې دا هوښیارې خبرې واورېدې ګنډونکي ته یې هېڅ ونه ویل. هغه ګنډونکي ته ښه ډالۍ ورکړه او په خوشالي یې رخصت کړ.
دا متل بېځایه نه دی چې وایي:« د خپلې بړستنې سره پښې سمې غځوه».