د مدغاسکر د خلکو کیسه
په یوه کورنۍ کې څلور کوچینیان: دوه هلکان او دوې نجونې، وو. هغوی چې کله لوی شول دری یې شتمن شول او یوازې یوه نجلۍ نېستمنه پاتې شوه. وروڼو او خور هغې ته په ښه سترګه نه کتل. نېستمنه خور دومره اړ وه چې د ځان لپاره یې کالي هم نشوه برابرولی اوهغه زاړه کالي به یې اغوستل چې وروڼو او خور به زاړه کړي وو. وروڼو او خور د خپلې نېستمنې خور سره د خپلو زړو لباسونو په غیر نور هېڅ مرسته نه کوله.
ډېر کلونه تېر شول، د نېستمنې ښځې زوی پیدا شو. زوی چې کله لوی شو نو مور ور ته وویل:
– زوی جانه، ته یې وینې چې موږ څومره نېستمن یو. خپلوان هم زموږ سره مرسته نه کوي. راځه چې دواړه ځنګل ته ولاړ شو، هلته به کار کوو ګوندې د خوړو لپاره څه پیدا کړی شو.
زوی د مور دا خبره ونه منله او ویې ویل:
– مورې، ښه ده چې همدلته پاتې شو، په ځنګل کې ځناور او داړه ماران دي.
مور او زوی د بلې ورځې سهار وختي په سفر روان شول. په لاره کې هغوی د دریو غلو سره مخامخ شول چې تازه یې دری سوه پیاستر( پولي واحد دی) غلا کړي و. غلو له مور او زوی څخه پوښتنه وکړه:
– تاسو چېرې ځی؟
مور او زوی غلو ته هېڅ ځواب ور نکړ، او هغوی هم مور او زوی له ځان سره د غلامانو په څېر بوتلل.
غله چې کله خپلې جونګړې ته را ورسېدل نو ښځې ته یې امر وکړ چې ورېجې پخې کړي. یوه غله په ورېجو کې زهر واچول چې خپل دوه نور ملګري ووژني او ټولې پیسې دی پخپله واخلي. په همدې وخت کې یوه بل غله چې هغه هم غوښتل ټولې پیسې د ده شي وغوښتل چې خپل یو ملګری له جونګړې څخه لیرې بوزي او ویې وژنې. هغه خپل همغه ملګری چې په وریجو کې یې زهر اچولي و په خبرو، خبرو کې یوې خوا ته بوت او هملته یې ووژلو. هغه چې کله بېر ته راغی نو له ځان سره یې وویل:« د هغه کار مې وکړ، اوس پیسې ټولې زما او زما د ورور شوې چې په غلامانو ولاړ دی».هغه چې کله جونګړې ته راغی نو کنیزې ته یې وویل چې ورېجې ور ته راوړي. ښځې وريجې ور ته راوړې او دواړو غلو وروڼو وخوړلې. لږ شېبه وروسته د دواړو وروڼو په خېټو کې درد پیدا شو او دواړه مړه شول. د هغوی له مړینې وروسته غلامانو د هغوی پیسې او ټول شته واخیستل.
مور او زوی بېرته کلي ته راغلل او تر خپلو خپلوانو ډېر شتمن شول.