د مدغاسکر د خلکو کیسه
د ګل جان صابر ژباړه
یوه ورځ یوه غرني غوایه چې اوږدې پښې او اوږده ښکر یې لرل د سيند رڼې اوبه څښلې. هغه چې په اوبو کې خپله څېره ولیدله خوشاله شو او ویې ویل:
– اخ، زما سر څومره ښکلی دی. ښکر مې څومره نازک، ښکلي او یو تر بل سره ورته دي. هغوی ډېر ښه ښکارېږي او زما پر سر ښه ولاړ دي. کاشکي زه ټول دومره ښکلی وای لکه زما ښکر. زما خپل وربوز او غاښونه ډېر نه خوښېږي. خلک چې ما ستایي نو وایي چې:« د هغه ډېرې ښې پښې دي». زه فکر کوم چې پښو زما بدن بدرنګ کړی دی، کاشکي هغه هېڅ نه وای.
غوایه چې د خپلې څېرې څخه یې خوند اخیست نا څاپه د ښکاریانو او د هغوی د سپیو غږ واورېد. سپیو چې غویی ولید په هغه پسې یې په منډو پیل وکړ. غوایه هم په خپل ټول توان منډه کړه. د غوایه مخې ته ځنګل راغی او د ده ښکر د ونو په څانګو کې و نښتل. په هغه څه چې غوایه ویاړل همغه یې د مرګ سبب شول. غوایه ونشوه کړی چې خپل ښکر د ونو له څانګو څخه را خلاص کړي نو ځکه سپیو هغه را ونیو. غوایه د مرګ په وخت کې ویل:
– افسوس! ما خپلو پښو ته چې کولی يي شول ما له غلیم څخه وژغوري په ښه سترګه نه کتل خو پخپلو ښکرو مې ویاړل چې زه یې د مرګ تر پولې پورې را ورسولم ځکه چې زه یې پرېنښوولم چې له غلیم څخه وتښتم.