اناهیتا روهي ||
هر کله چې خبره د ماشوم په ادبياتو راځي نو بې له ځنډه موږ ته د ماشومانوکيسې او افسانې راياديږي. کله کله دا پوښتنه هم رامنځ ته کېږي، چې د ماشوم او کيسې تر منځ داسې څه تړاو دی، چې حتی د ماشوم د ادبياتو ډېره برخه هم په کيسو راڅرخي؟
داسې ويل کېږي، چې پخوا کيسې او افسانې يوازې د لويانو لپاره ليکل کيدې. د ګريم وروڼو په ۱۸۱۲ او ۱۸۱۵ کال دچاپ شوي افسانو په پای کې راغلي دي، چې (( زموږ کيسې د پوهانو، عوامو او غير مسلکي خلکو لپاره ليکل شوي دي، نه د ماشومانو لپاره )) په بل ځای کې يعقوب ګريم په يو ليک کې اخيم فان ارمين ((Achim von Armin / المانی ليکوال)) ته ليکلي دي چې (( سره له دې چې زما کيسې د ماشومانو لپاره نه دي خو، دوی ورسره مينه لري، چې زما د خوښۍ لامل ګرځي)) .
کله چې په ۱۸۱۹ کال کې ليکل شوي ټولګې د دوهم ځل لپاره چاپيدلې نو ويلهيلم ګريم له ماشومانو سره د عادلانه قضاوت په نوم ډېرې ليکنې د ماشومانو لپاره د دوی په ژبه واړولې. ده د دوهم چاپ په سريزه کې ليکلي چې : (د ماشومانو سترګې هم زموږ د سترګو په شان ابي رنګه ځلا لري ليکن هغه خوند چې دوی يې له کيسو اخلي موږ لويان يې نه شو اخيستی )) . او په دې توګه يې د ماشوم د ادبياتو نړۍ ته يو نوی ور، ور پرانيست، چې بيا ډېرو نورو ليکوالانو د دوی په پلونو پل کېښود او دا لړۍ يې پسې وغځوله .
دکلاسيکو افسانو او کيسو منځپانګې تر ډېره بريده په (( ظلم، زياتي، مرګ ژوبلې، ځورونې، لوږې، قحطۍ، بې رحمۍ، له کوره وتل، د کلي او ملک پرېښودل او همدارنګه جادو، سحر، ديوان ، پيريان، شياطين او بالاخره يو اتل ))، را څرخيدې، چې له همدې وجې خلکو ماشومانو ته د افسانو لوستل ګټور نه ګڼل. هغه مهال هم کره کتونکو او ارواپوهانو د کيسو او افسانو په اړه مختلفې نظريې درلودې.
ډېر کلونه وروسته حتی د دوهمې نړيوالې جګړې وروسته انګريزانو په خپل هېواد کې د ګريم وروڼو په کيسو او افسانود ظلم او تېري د ډېروالي له امله بنديز لګولی و. ددې لپاره چې د ماشومانو ذهن د کيسو، منفي اړخونو ته وه نه هڅول شي، په ډېرو هېوادونو کې کيسې او افسانې د ښوونځي په لوړو ټولګيوکې لوستل کېدې. او ډېری وخت به د کيسو متنونه بدليدل. خو سره له دې هم ماشومانو د کيسو له لوستلو او اوريدلو سره مينه ښودله. او ډېر ارواپوهان يې په دې پوښتنه بوخت کړي وو، چې ايا د کيسو منفي پيغامونه د ماشوم پر ذهن منفي اغېزه لري او کنه ؟
له ځينو تجربو وروسته دا ثابته شوه، چې د کيسې د منفي پيغامونو اغېزه په لويانو کې د ماشومانو په پرتله ډېره ده. ماشوم يوازې کيسه اوري، د هغه ذهن ددې وړتيا نه لري، چې د اوريدل شوې کيسې لپاره په خپل ذهن کې تصوير جوړ کړي. د کيسې صحنه له ځان سره تصور کړي او يا په دې وپوهېږي، چې جادوګر او شيطان څه ډول د کيسې اتل غولوي او په لومه کې يې نيسي. کوم پاچا عادل دی او عادلانه قضاوت کوي او يا مجرم په څه ډول سزا محکوم کېږي. د ماشومانو لپاره د کيسې اتل تر ټولو مهم کس دی. او همدا اتل د دوی لپاره، اتل او په کيسه کې د پام وړکرکټر دی .
پروفيسور برونو بيتل هايم ((Bruno Bettelheim)) د(( ماشومان کيسو ته اړتيا لري )) په کتاب کې ليکلي دي: کله چې په کيسه کې مجرم د مرګ په سزا محکوم کېږي (( داډول سزا د ماشوم په ذهن منفي اغېزه نه لري بر عکس دا د ماشوم په نړۍ کې دهغه، د رواني حالت د استحکام لپاره ګټور تماميږي )) د ښو او بدو تر منځ د تناسب پيدا کول، د ظلم په وړاندې د غږ پورته کول ، او دا چې ښه پر بدو بری مومي، دا په خپله د ماشوم لپاره مثبته پايله لري .
دا چې ماشوم د کيسو او افسانو اوريدو ته غلی کيني، غوږ نيسي او پام يې بدليږي، دا په خپله د ماشوم په ذهني حالت کې ارامتيا رامنځ ته کوي. په تاکيد سره تل دا خبره تکراريږي، چې له ماشومانو سره د کيسې تر اورېدو وروسته بايد د کيسې پايله وڅېړل شي. تر څو دمنفي ټکيو اغېزه هم پکې له منځه ﻻړه شي .
برګيته شيدر ((Brigitta Schieder المانۍ ليکواله، اروا پوهه ، د پېداګوژۍ او لوګو تېراپۍ ماستره)) د ماشومانو او د کيسو تر منځ تړاو د دوی د ارواو او د زړونوتر منځ پټې اړېکې ګڼي .
مېرمن شيدر وايي: ((کيسې او افسانې د ماشومانو د ذهن هغه طرز او تفکر بيانوي، چې زموږ لپاره يې ليدل او بياونول ستونزمن دي)). کيسې او افسانې هغه هنداره ده، چې د ماشوم د ذهن تصويرونه موږ ته منعکسه وي. د ماشوم هغه نړۍ موږ ته راښيي، چې هر څه پکې ژوندي دي او غږيږي. لکه ګلان، ونې، ژوي، تيږي، چې دا په خپله دا څرګندوي، چې ماشوم يوازې په خپله نړۍ کې له خپلو همجنسو سره نه دی مخامخ شوی. دی له هر شي سره بې لې کومې ستونزې خبرې کولای شي او د يو بل په ژبه سره پوهېږي .
مېرمن شيدروايي د ماشوم د رواني ودې په برخه کې تر ټولو اغېزمن او اساسي ټکي د دوی په افسانو او کيسو کې د سحر او جادو ټكي دي، چې ماشوم له څلور کلنۍ څخه تر اووه کلنۍ پورې ددې ډول کيسو لېوال وي. اوپه ذهن يې ژوره اغېزه لري که په دې کيسو کې ځيني منفي ټکي هم وي دماشوم نه ورپام كېږي . دا چې د ماشومانو په کيسو او افسانو کې هر څه غږيږي او هر څه د دې وړتيا لري، چې ځانونه په يو شي او بل شي بدل کړي همدې ته ورته بدلون وروسته د ماشومانو په ذهن کې هم ليدل کېږي او يوې ټاکلي دورې ته په رسيدو سره ختميږي .
که چېرې دې خبرې ته لږ ژور فکر وکړو، نو په منځنۍ پېړۍ کې تر هر وخته ډېر د انسانانو په وړاندې تاوتريخوالی او زياتی ليدل شوی دی. او همدا رنګه دهغه وخت د ليکوالانو په ليکنو کې هم دظلم او تېري تصويرونه جوت دي. نو ايا د هغه وخت لوستونکي او په تېره بيا ماشومان ټول د کيسې د منفي ټکو تر اغېزې ﻻندې راغلي وو ؟
که د اروا پوهنې له نظره دې ټکي ته ځير شو نو داسې ويل کېږي، چې د ماشوم په ذهن کې د ماضي او راتلونکي لپاره ډېر څه نه ليدل کېږي. ماشوم يوازې په حال کې اوسيږي، او د کيسې له اوريدو وروسته په اوريدل شوې کيسه ډېر سر نه خوږوي .
که دکيسې ويوونکي او يا لوستونکي (( مور،پلار ، نيا او نيکه )) د کيسې تر څېړلو وروسته ماشوم ته دا احساس او ډاډ ورکړي چې ته زموږ اتل يې له هېڅ شي مه وېرېږه، په خپل ځان باور ولره او موږ په دې پوهېږو، چې بری له تاسره دی نو هېڅ ډول کيسه به دهغه په ذهن منفي اغېز و نه لري. کله چې ماشوم په يو داسې چاپيريال کې رالويږي، چې د ده په ذهن کې د ښو او بدو تناسب روزل کېږي، هېڅکله هم د کيسې منفي پيغام د ده پر ذهن منفي اغېزنه شي پريښودی. د يوې پيښې څېړل، ماشوم ته قناعت او ډاډ ورکول د اروا پوهنې له نظره تر ټولو اغېزمنه ﻻر ښودل شوې ده .