چې وړ وم نو ځینې خواړه مې نه خوښیدل ،لکه شوله، ورغاستي او داسې نور، سره له دې چې مور مې زما په خوښه پوهیده، خو هغه مهال زموږ ایله دغو خوړو ته وس رسیده، نو کله نا کله به یې پاخه کړل، بس زه به ورته زیل واخیستم، قسم به مې وخوړ چې مړۍ به هم تیره نه کم، ماته بل شی پاخه کړئ
مور به مې زارۍ راته وکړې چې ته راشه نن دا وخوره سبا درته غوښه پخوم، وریجې درته پخوم او …
په لمړیو کې خو به مې د مور خبره ومنله او هغه پاخه کړي خواړه به مې وخوړل، خوچې پوه شوم مور مې هسې ما تیرباسي او سبا هیڅ نه پخوي، نو لا به مې غوصه ډیره شوه، او چې بل ځل به یې هغه خواړه چې زما نه خوښیدل پاخه کړل نو بیا به مې دهیچا خبره نه منله، کله، کله به ې ووهلم او په زور به یې په ژړا ژړا راباندې وخوړل او کله به بیا چای او وچې ډوډۍ ته ناست وم.
خو یو وخت ناڅاپه مې د مور چلند بدل شو ، کله به یې چې زما دنه خوښې خواړه پاخه کړه ، نو نوره به نه قهریده ، راته به کیناسته ، ویل به یې: زویه همدغو خوړو ته مې وس رسي، دومره پیسې راسره نشته چې نور ښه خواړه درته پاخه کړم، یا به یې راته د خوړو دګټو په باب ډیر څه وویل، چې دا به د زر زر غټ کړي، تکړه به شی او… یا به یې وویل چې نور ناوخته دی، نه شم کولای بل شی درته پاخه کړم، یا به یې ویل چی اوس کور کې بل شی نه دی پاتې، د هغې خبرې به مې چې واوریدې، نو هماغو خوړو ته به مې زړه وشو ، او ښه په خوند به مې وخوړل. کلونه تیر دی، خو اوس هم چې دسترخوان کې زما د نه خوښې خواړه ایښی وي د مور خبرې مې را یادې کړم، زړه مې ورته وشي، کاشکې موږ ټول ماشومان په خبرو پوهولی.