کوچنیان د مور او پلار د ژوند محور او د کور خوشحالي وي. د مور او پلار د ژوند موخه د خپلو کوچنیانو سالمه روزنه وي. د دوی خندا، خپګان، خوشحالي او ژړا د والدېنو د ژوند ته احساس ورکوي او تل یې صحت او ودې ته خاصه پاملرنه کوي.
د ذهني او دماغي ودې لپاره د والدینو او ټولنې د خلکو لخوا خاطره خوا او زشت اقدامات نه دي پکار، د کوچنیانو ذهن لکه د سپین کاغذ په څېر وي په کاغذ که هر څه ولیکو پرې تل پاتې کېږي دغه شان د کوچنیانو ذهن چې هر څه واخستل د تل لپاره ترې متاثره کېږي.
زموږ د ډېرو په ذهن کې تل دا خبره وي، چې د ډېپریشن (ژور خپګان) او ذهني فشار ښکار یواځې ځوانان او لویان وي، خو دا خبره تر ډېره بریده درسته نه ده. څېړنو ښودلې، چې د ذهني فشار له امله کوچنیان هم متضرره کېږي او د دوی دماغي نشونما او وده متاثره کوي. دغې څېړنې دا خبره هم کړې، چې په کوچنیانو کې د ژورخپګان او ذهني فشار له امله د دوی ذهن کې منفي تغیر راځي او “ګریمېټر ” یې متضرره کېږي. ګریمټر په دماغ کې هغه برخې ته ویل کېږي، چې دماغ کې هغه خلیات، چې د دوی په منځ کې داسې سګنالونو تبادله کوي کوم چې کتلو، اوریدلو، تصمیم نیولو او د جذباتو او احساساتو په څېر د مهمو اموراتو کنټرولولو دنده په غاړه لري. د ګریمیټر په متاثره کیدو سره د کوچنیانو ډېری مهم افعال متاثره کېږي. لکه څرنګه، چې یو انسان د هوا د تبدیلۍ په واسطه د جسماني ناروغیو ښکار کېږي همدغه شان د انسان دماغ هم د عمر د قید څخه بغېر د بیروني برخوردونو او عواملو په واسطه متاثره کېږي، چې په نتیجه کې یې انسان په ژور خپګان، ذهني فشار او نورو دماغي ناروغیو مبتلا کېږي.
څو ورځې مخکې زه د یوې فاتحې ګډونوال وم، هلته د خلکو سره ناست وم، چې دوه معصوم او ګلالي کوچنیانو زموږ ترڅنګ لوبې کولې. یو چا راته وویل، چې دا تر ماخستنه دلته ګرځي څوک یې پوښتنه نه کوي، ما پوښتنه وکړه چې دا څوک دي؟ ویلې ددوی مور او پلار نشته! دلته یوه ډاکتره ده، چې د هغې په لاس زږېدلي او همدا یې پالی. اول خوشحاله شوم، چې کور یې ودان، چې یو څوک خو یې پالنه کوي. خو ډېر سخت په دې ودردېم، چې ځینو خلکو په بد نوم ورته غږ کولو! دوی چې لویېږي نو دغه زشتې خبرې یې په یاد راځي او ترې به ذهناً متاثره کېږي.
که وګورو کوچنیان د لویانو په نسبت په تریخ مزاج باندې ژر متاثره کېږي، چې په دې سره د هغوی شخصیت کې ډېر منفي تغیرات راتللی شي. که خپل چاپېریال ته نظر واچوو نو ډېری داسې والدین به وي، چې خپلو کوچنیانو ته، د مصروفیتونو له امله څنګه چې لازمه ده مینه نه شي ورکولی. د کوچنیانو ترمنځ باید د مقابلې او مواضنې فضا برابره شی.
جنګ، غالمغال او غربت د کوچنیانو په ذهن او روان منفي تاثیر اچوي، چې دا نه یواځې د هغوی په دماغ کې منفي تغیر راوړي بلکه د هغوی زده کړیز بهیر هم متاثره کوي.
د کوچنیانو ښې روزنې لپاره والدینو ته پکار ده، چې د دوی تر منځ د دوستۍ فضا جوړه کړي. دې سره به کوچنیان له یو اړخه د والدېنو خبرې په آسانۍ سره درک کړي او له بله اړخه به دوی خپلې ستونزې د نورو پر ځای خپلو والدینو سره شریکې کړي. د کوچنیانو د ذهني ودې لپاره داهم ضروري ده، چې د کور چاپېریال داسې عیار کړي، چې د جنګ جګړې څخه محفوظ وي او دوستانه چاپېریال قایم کړي. کوم کور کې، چې پُر اعتماده او له وېرې پاکه فضا وي هغه کور او ټولنه به یو بااعتماده شخصیت وروزي.