د داغستان د آوار د خلکو کیسه
ژباړونکی: ګل جان صابر
په یوه کلي کې یو ژرندګړی اوسېدو چې ډېر راستمن او امین سړی و. هغه هېڅکله د کوم چا څه نه اخیستل او دې ته تیار و چې خپل ورستي اوړه له اړو خلکو سره شریک کړي.
ژرندګړي یوه ورځ د ژرندې ویاله پاکوله چې یوه ښکلې پخه مڼه یې ولیدله چې اوبو را وړې وه. هغه وغوښتل چې مڼه وخوري خو له ځان سره یې وویل: « دا مڼه ما نه ده لویه کړې نو ځکه زه حق نه لرم چې و یې خورم». د مڼې ښکلا په ژرندګړي ډېره اغېزه وکړه نو ځکه یې وغوښتل پوه شي چې دا مڼه د کوم بڼ څخه راغلې ده.
ژرندګړی په ویاله مخ پورته خوا ته روان شو او لږ شېبه وروسته یې یو سپین ږیری وليد چې د واورې په څېر سپینه ږیره یې لرله.
– سلام علیکم سپین ږیری اکا! دا ښکلي مڼي ستا د بڼ دي؟
– نه، مهربانه سړیه، دا مڼې د ویالې مخ پورته لوري ته زما د مشر ورور د بڼ دي.
ژرندګړی په ویاله مخ پورته لوري ته روان شو او تر لږ مزل وروسته یې یو سړی ولید چې د ږیرې ډېر وېښتان یې خړ شوي وو.
– سلام علیکم سپین ږیریه. ته د هغه ډېر سپین ږیري مشر ورور نه یې چې د ویالې په لاندې برخه کې اوسېږي؟ دا مڼه خو به ستا د بڼ نه وي؟
– دا سړی رښتیا هم زما کشر ورور دی. دا مڼه زموږ د دریم تر ټولو مشر ورور د بڼ ده. هغه د همدې ویالې په پورته خوا کې اوسېږي.
ژرندګړي له لږ مزل وروسته په عمر پوخ سړی ولید چې په ږیره کې یې یو سپین وېښته هم نه و.
– سلام علیکم وروره! دا مڼه خو به ستا د بڼ نه وي؟ ته خو به د هغو سپین ږیرو مشر ورور نه وې چې د ویالې په کوز لوري کې اوسېږي؟
– وعلیکم السلام! هو، زه د ټولو وروڼو مشر یم او دا مڼه زما د بڼ ده. راځه زما سره کورته، میلمه مې شه.
ژرندګړي د وروڼو د مشر بلنه ومنله او له هغه سره کور ته روان شو. کله چې دوی کور ته ننوتل مشر ورور خپلې مېرمنې ته وویل:
– مېرمنې، موږ ته خواړه راوړه. هو رښتیا، هېر د نه شي چې یوه ښه پخه هندوانه هم راوړې.
دوی چې کله ډوډۍ وخوړه کوربنې هندوانه راوړه. د کور خاوند هندوانه ماته کړه او ویې ویل:
– دا هندوانه پخه نه ده یوه بله راوړه.
خاوند پنځه ځله خپله مېرمن په نوې هندوانه پسې ولېږله تر هغو چې وروستی هندوانه یې خوښه شوه.
ژرندګړي د کوربه څخه مننه وکړه او هغه ته یې وویل:
– مهربانه کوربه، اجازه راکړه چې یوه پوښتنه درڅخه وکړم. دا څرنګه کېدای شي چې ته د ټولو وروڼو مشر یې خو تر ټولو ځوان ښکارېږې؟
– تا وليدل چې ما خپله مېرمن پنځه ځله په هندوانه پسې ولېږله. په دې کار نه زه او نه هم زما مېرمن خواشیني شوو. زه او زما مېرمن په آرامي او د نظر په یووالي ژوند کوو، هېڅ څه زموږ په ژوند د خواشینی سیوری نه دی غوړولی. د خواشیني خبره ده چې زما کشرانو وروڼو دا کار نه دی کړی.
ژرندګړی چې د ځوان پاتې کېدو په راز پوه شو له همغې ورځې یې د خپلې مېرمنې سره په آرامي او نظر په یووالي ژوند پیل کړ. وایي چې په سل کلني کې هم د هغه ویښته نه ووسپین شوي.