د داغستان د آوار د خلکو کیسه
ژباړونکی: ګل جان صابر
په دې نږدې وختو کې په یوه کلي کي یو غل اوسېده چې د تېرایستلو او چل ول آوازې یې په ټوله سیمه کې خپرې وې. د نوموړي دا کیسې د یوه ځوان غله تر غوږو هم ورسېدې نو ځکه هغه تجربه لرونکي غله ته ورغی او ور ته ویې ویل:
ـ ما هم له ځان سره ملګری کړه.
تجربه کار غله دا ښه ګڼله چې په یوازې سر خپل کارونه وکړي نو ځکه یې تر ډېرو د ځوان غله غوښتنه و نه منله خو په پای کې یې د هغه د ډېرو زاریو له امله له ځان سره ملګری کړ او داسې شرط یې ور ته کېښوود:
– زه لومړی تا آزمویم، ځکه زموږ په کار کې نوي او بې تجربې کسان کولی شي چې هر څه ګډ وډ کړي.
ځوان غله د هغه له دې شرط سره موافقه وکړه او ویې ویل:
– ښه خبره ده.
د شپې ناوخته دوی دواړه یوه کلي ته ولاړل او هلته یې غوښتل چې د کلا د شا له خوا د خان کور ته د دېواله له لارې ور واوړي. په همدې وخت کې چرګ بانګ وکړ. زاړه غله له ځوان څخه پوښتنه وکړه:
– دا څه دي؟
ځوان غله وویل:
– دا خو چرګ دی.
زاړه غله په ډېره غوسه وویل:
– له ما څخه لیرې ورک شه! ته نه شې کولی چې ژبه تر غاښو لاندې ونیسې.