د جاپان د خلکو کیسه
ژباړونکی: ګل جان صابر
وایې چې له پخوا زمانو څخه را په دېخوا کارغه او پشۍ یو د بل قسم خوړلي دښمنان دي. دا دښمني داسې پيل شوې ده.
و نه و یو کارغه و.د هغه هرڅه ډېر خوښېدل نوځکه یې هر څه چې په مخه ورتلل وړل او چېرته یې په یو پټ ځای کې پټول. هغه پټ شوي څیزونه کوم چېرته پټول خو بیا يې په خپله هم نه شوه پیدا کولی. کارغه په دې خبره خورا ډېر خواشینی شو. هغه پشۍ ته ورغی چې مشوره ور سره وکړي نو ځکه یې له هغې څخه وغوښتل:
– پشۍ زما سره مرسته وکړه، زه ولې خپل پټ کړي توکي نه شم پیدا کولی؟
پشۍ له کارغه څخه پوښتنه وکړه:
– کارغه، ته ما ته ووایه چې خپل غلا شوي توکي چېرې پټوې؟
کارغه وویل:
– هو! زه یې په ډېر خوندي ځای کې پټوم. تر ورېځې لاندې! کله چې زه ووینم چې ښکلې ورېځ شنا کوي زه تر هغې لاندې کوم چېرې په بوټو کې خپل توکي اېږدم.
پشی وخندل:
– اخ، کارغه، چې ته څومره کم عقل یې! ته په دې نه پوهېږې چې ورېځ په یوه خای نه درېږي او په آسمان کې شنا کوي! شنا وکړي او بس خلاص! که چېرې تر ورېځ لاندې خپل پټ شوي توکي ګورې نو هېڅکله به هېڅ توکی پیدا نه کړې.
کارغه لږ فکر وکړ او ویې ويل:
– پشۍ، ما مه غولوه! دا ورېځې چېرته شنا کوي! دا ټول تا له ځانه جوړ کړي چې زما شته تر لاسه کړې.
کارغه په هوښیاره پشۍ باور ونکړ او د پخوا په څېر یې خپل غلا کړي توکي تر ورېځ لاندې پټول.
نور ځناور چې د کارغه په کم عقلي خبر شول ډېر یې وخندل:
– کارغه، موږ د له خندا مړه کړو! ښه ځای د پیدا کړی- تر شنا کونکې ورېځې لاندې!
کارغه له پشۍ خوابدی او په هغې نور هم په غوسه شو:
– ما فکر کاوه چې ته زما ملګرې یې، خو تا ټولو ته وویل چې زه خپل توکي چېرې ساتم.
له همغې ورځې د پشۍ او کارغه دوستي پای ته ورسېدله. وروسته له هغې چې کارغه هر وخت په هوا شي نو په خپل ټول توان چیغې وهي:«پشۍ، زما شتمني راکړه!»