لیکواله: اوسیوا و.ا.
ژباړونکی: ګل جان صابر
په وړکتون کې د کوچنیانو د لوبو سامانونه خورا ډېر وو. د رېل په پټلی د کارخونې د بخار ماشينونه روان وو، په کوټه کې الوتکې بزېدلې، د ماشومانو په کراچیو کې ښکلې نانځکې پرتې وې. یوازې یوه هلک لوبې نه کولې. نوموړي د لوبو ډېر سامانونه راټول کړي وو او هغه یې له نورو کوچنیانو څخه ساتل.
هغه په لاسونو د لوبو سامانونه پټول او همدا چیغې یې وهلې چې:
– زما دي! زما دي!
کوچنیانو دې هلک ته څه نه ویل ځکه چې د لوبو سامانونو د ټولو لپاره بسنه کوله.
د وړکتون روزونکې کوچنیان وستایل او ویې ویل:
– موږ څرنګه ښې لوبې کوو! څرنګه ټول خوشاله یو!
هلک د کونج څخه غږ وکړ:
– زه خواشینی یم!
روزونکې حیرانه شوه او ویې ویل:
– ته ولې خواشینی یې؟ ستا سره خو دومره ډېر د لوبو سامان دی!
هلک ونشوه کړی خپلې روزونکې ته روښانه کړي چې ولې خواشینی دی. د ده په ځای نورو کوچنیانو روښانه کړه او ویې ویل:
– دا ځکه چې نوموړی لوبې نه کوي بلکه ساتونکی دی.