د چین د خلکو کیسه
د ګل جان صابر ژباړه
په یوه دښته کې دری لاروي یو په بل پسې روان وو. هوا ډېره خرابه شوه: تېز باد لګېدو، واوره اورېدله او د واورې طوفان چلېدو. طوفان هره شېبه زیاتېدو او زیاتېدو، نږدې کلي ته لا ډېره لار پاتې وه.
دریو لارویو څه وکړل؟
هغه چې په مخکې روان و پرېکړه یې وکړه چې دلته په لاره کې زړې پرېښوول شوې کلیسا ته ور وګرزي او همداسې یې وکړل. دوهم او دریم لاروي هم پرېکړه وکړه چې په همدې کلیسا کې له یخني ځانونه پټ کړي. په دې ډول دوی دری واړه سره یو ځای شول.
تیاره خوره شوه خو طوفان لا غلی نه بلکه لا تېز شو. د لارویانو ډېر ساړه کېدو.
لومړي لاروي وویل:
– هوا څومره سړه ده! زه نور دا ساړه نه شم زغملی…
دوهم زیاته کړه:
– زما لاسونه او پښې د ډېرې یخني له امله کرخت(بې حسه) شول.
دریم وویل:
– که ساړه همداسې پسې اوږد شي نو موږ ټول به ساړه ووهي.
ټول یوه شېبه چوپ وو. لومړني بیا وویل:
– که چېرې مو لږ لرګي راوړي او اور مو بل کړی وای نو موږ به ټول تاوده شوي وو.
دوهم وویل:
– هو! دا به ډېر ښه کار و!
دریم هم د دوو نورو له خبرو سره موافقه وکړه او ویې وویل:
– هو، هو، ښکاره خبره ده. که چېرې مو لرګي راوړي وای نو همدلته مو شپه تېرولی شوه.
دری واړو یوازې خبرې کولې، د دوی یو هم له ځایه و نه ښورېد چې ولاړ شي او لرګي راوړي. ساړه همغسې زیاتېدو او زیاتېدو.
لږ وروسته لومړي لاروي دوهم ته وویل:
– ملګریه، ولاړ شه لږ لرګي راوړه! ما به پخپله راوړي وو خو زما پښه درد کوي.
دوهم لاروي دریم ته وویل:
– زما خېټه ډېر درد کوي، ته په لرګیو پسې ولاړ شه.
دریم لومړني ته وویل:
– ښه ده چې ته په لرګیو پسې ولاړ شې، زما سر ګرزي او په پښو نه شم درېدلی.
دریواړو لارویانو یوازې خبرې کولې، ټول جوړ او روغ وو خو له دې څخه وېرېدل چې د ځان او نورو د بچ کېدو لپاره لږ ډېر څه وکړي.
لومړي له ځان سره وویل: « زه خو د دوی مزدور نه یم چې په لرګیو پسې ولاړ شم».
دوهم له ځان سره وویل: « چې تاسو نه پسې ځی نو زه ولې پسې ولاړ شم؟ »
دریم هم له ځان سره وویل: « ولې زه په لرګيو پسې ولاړ شم؟ کوم بل څوک د پسې ولاړشي! »
نیمه شپه شوه. باد شغهار کاوه او ساړه نور هم زیاتېدو. هر یوه لاروي له ځان سره ویل: « داساړه نور د زغملو نه دی! بالاخره به کوم څوک په لرګیو پسې ولاړ شي؟ »
ټول ساړه ووهل خو یو هم له ځایه و نښورېدو.
سبا سهار یې په کلیسا کې دری یخ وهلي لارویان وموندل.