د اینګوشتیا د خلکو کیسه
ژباړونکی: ګل جان صابر
یوه ورځ یوه هلک د کوم چا چرګه پټه کړه او هغه یې کور ته راوړه. پلار زوی ته شاباسی ورکړ له همدې امله د هغه غلا خوښه شوه. یو څه وخت چې تېر شو هلک کور ته یوه غوا راوستله. پلار بیا هم د هلک دا کار وستایه. څو کلونه چې تېر شول د هلک څخه رښتینی غل جوړ شو. هلک دومره سپین سترګی غل شو چې یوه ورځ يې د یوه نامتو شهزاده د خزانې د غلا کولو پرېکړه وکړه خو په دې غلا کې ونیول شو. محکمې پرېکړه وکړه چې د غله سر باید پرې شي. کله چې قاضي غله ته د وروستیو خبرو کولو وخت ورکړ نو هغه وویل:
هغه دی هلته زما پلار ناست دی. هغه زه د غلا په خوند پوه کړم، زه يې غلا ته وهڅولم او په خپل وخت یې د غلا څخه را و نه ګرزولم. که چېرې زما سر پرې کوی نو د هغه هم پرې کړی.
قاضي ته دا خبرې په زړه پورې ښکاره شوې او ویې ویل:
– دا خبرې رښتیا دي؟ هغه محکمې ته روښانه کړه چې دا ځوان رښتیا وایي او زیاته یې کړه:
– په دې صورت کې ته ګنهکار نه یې بلکه ټوله ګناه ستا د پلار ده.
هله نو قاضي خپله پرېکړه داسې واوروله: زوی ته د غلا له امله سزا نه ورکول کېږي، د هغه پلار د په مرګ محکوم شي.