د افریقا د خلکو کیسه
ژباړونکی: ګل جان صابر
وایي چې یو وخت کې دری غوایه وو: تور، سپین او سور. دوی په کرونده کې ډېر ستړی کوونکی کار کاوه. غوایانو یوه ورځ پرېکړه وکړه چې له خپل خاوند څخه داسې ځای ته ولاړ شي چې ښه ډېر تازه واښه او رڼې اوبه وي. هغوی همداسې وکړل او ښه ژوند يې پیل کړ. ورو ورو د دوی وېښتان نرم، ښکرونه یې د نېزې په څېرتېره شول او په چابکي او مهارت کې هم له نورو څیرونکو ځناورو څخه کم نه وو. د دې له پاره چې د څیرونکو ځناورو د یرغل څخه ځانونه خوندي وساتي نو پریکړه یې وکړه چې هر څه به په نوبت سره کوي: په نوبت سره به څري او اوبه به څښي، د پرېوتو په وخت کې به په نوبت سره یو او بل ساتي.
یوه ورځ غوایه د زمري سره مخامخ شول. زمری د دوی د تېرو ښکرو څخه سخت ووېرېد خو ځان یې داسې و نښود چې ګواکي وېرېدلی دی. زمری غویو ته رانږدې شو او ورته ویې ویل:
– زه غواړم چې تاسو ته د ملګرتیا مشوره در کړم. همدا اوس چې زه په دې پېچومي راکوزېدم هلته مې ولیدل چې سپین غویی په سپینه خیمه، تور غویی په توره خیمه او سور غویی په سره خیمه کې پراته دي. زه فکر کوم چې د سپین غوایه له پاره به ښه وي هلته ولاړ شي چېرې چې په سپینه ځمکه سپین واښه او سپینې ونې دي، هلته به دی څوک نه ویني. او ته، توره غویه ښه ده هلته ولاړشې چېرې چې په توره ځمکه تور واښه او تورې ونې د تورو پاڼو سره را شنه کېږي، ته به له هغو سره یو ځای شوی وې. او تا ته، سره غویه ښه ده هلته ولاړ شې چېرې چې په سره ځمکه سره ګلان، سره واښه او سرې ونې را شنې کېږي. هله به نو هېڅ څیرونکی ځناور تاسو ونه ویني.
زمري هر یوه غوایه ته لاره ور وښووله چې کوم لوري ته ولاړ شي. هغه چې کله ولیدل چې غوایه په بېلو، بېلو لارو ولاړل نو په نوبت سره یې یو، یو وخوړ.
پخوا تر دې چې مشوره واوری، فکر وکړی چې څوک مشوره درکوي: دوست او که دښمن.