د افریقا د خلکو کیسه
ډېر وخت تېر شو چې زمری لکه چې ټولو ته داسې ښکارېدله آرام و او شغال یې هېر کړی و. هغه اوس شغال نه لټولو او له هېچا یې د هغه پوښتنه هم نه کوله. خبره داسې وه چې زمري غوښتل شغال په چالاکي خپل غار ته راولي.
زمري ځان ناروغ او ناتوانه ښوود، داسې چې تا به ویل همدا اوس خپله سا ورکوي او مړ کېږي. آوازه شوه چې ټول ځناور باید زمری وویني، له هغه سره تر مړینې مخکې مخه ښه وکړي او یو له بل څخه د خوا بدیو بښنه وغواړي. ځناورو باور وکړ او راغلل. هغوی یو په بل پسې غار ته ننوتل او هلته زمري هر یو بېل، بېل را څملاوه او خوړ یې. یو ځناور هم له غار څخه ژوندی او جوړ را و نه وت.
شغال هم راغی خو هغه مخکې له دې چې غار ته ور ننوزي غږ یې وکړ:
– د ځناورو پاچا، څه حال د دی؟
زمري چې دا غږ واورېد نو پوه شو چې د شغال غږ دی. زمری داسې په خواشیني ستمېدو چې تا به ویل همدا اوس مري.
– شغاله، را ننوزه، د سولې لپاره به سره ښکل کړو، زه مرم!
چالاک شغال داسې په آساني نه تېر وزي. هغه زمري ته ځواب ورکړ:
– سمه ده سوله به سره وکړو خو زه په خپلو کارو پسې ځم، غار ته نه شم در ننوتلی.
زمري چې هر څومره کوښښ وکړ چې شغال تېر باسي خو هغه په زمري باور ونکړ او ویې ویل:
– زه یوازې ستا غار ته د ننوتلو نښې وینم خو د بېرون ته راوتلو نښې مې نه تر سترګو کېږي.
– لعنت د وي پر تا، خاینه! د هغو ټولو د مړینې ګناه د ستا په غاړه وي چې تا خبر کړي دي، ته د د وجدان تر عذاب لاندې وې! ته په دې پوه شه چې له نن ورځې څخه وروسته موږ دښمنان یو، له نن ورځې څخه وروسته زما او ستا، زما او ستا د راتلونکو نسلونو تر منځ تر قیامته دښمني ده.
له همغې ورځې را په دېخوا د زمري او شغال تر منځ دښمني ده. کله چې د شپې لخوا په کلي کې د یوه شغال او یا د شغالانو د ګلې آوازونه اورېدل کېږي دا په دې مانا ده چې هلته نږدې چېرې زمری نه شته. کله چې بیا آرامي وي او شغالان چوپ وي نو دا د دې ښکارندویي کوي چې دلته نږدې چېرې د ځناورو پاچا، د دې سیمې څښتن کښته پورته کېږي.