ژباړه: حمیدالله حمیدي
ډېری میندې او د کورنۍ نور غړي به مو لیدلي وي، چې د ماشومانو د غیر منظم خوب او ژړا څخه شکایت کوي او دا یوه معمول خبره ده، چې ټولې کورنۍ ور سره اشنا او بلدې دي.
په سختۍ ویده کېدل، له خوب ژر پاڅېدل، سهار وختي وېښدل، بې له مور او پلار د ماشوم نه وېده کېدل، په خوب کې اختلال او ډارېډل، د شپې په اوږدو کې د ماشوم لخوا د خوراکي توکو غوښتل او ځای لندول هغه ستونزې او شکایتونه دي، چې ډیری مېندې یې د ماشوم د روزلو پرمهال کوي.
د ماشوم له مور او پلار باید وغوښتل شي، چې د ماشوم ټول کړه وړه، چې د ورځې په اوږدو کې یې تر سره کوي، هغه که خوب، خوراک او یا هم ژړا وي د یوه کاغذ پر مخ ولیکي او دا ټول څه د دې برخې له یوه متخصص سره شریک کړي، تر څو ډاکټر وکولای شي، چې په ډیره اسانۍ سره ورته د حل لاره پیدا کړي.
خو د شپې په اوږدو کې د هغه ماشوم وېښدل او ژړېدل، چې لا هم د مور په څنګ کې ویده کېږي او مور مجبوره ده، چې شیدې ورکړي، تر ټولو سخته مرحله ده، چې مور په دغه وخت کې له زیاتو ستونزو سره مخ کېږي او ان کله کله تر سهاره شپه په ویښه ورته تېروي. ځکه که ستاسو ماشوم ژاړي هرو مرو تاسو باید له خوبه پورته شئ او د دوی غوښتنې پوره کړئ.
که دغه څه تر خپل حده تېر شي نو ښه خبره ده، چې د ماشوم د ټولو کړنو راپور در سره واخلئ او د همدې برخې له یوه متخصص ډاکټر سره خبرې وکړئ. که ستاسو سره په دې برخه کې پوره معلومات وي، نو له ډاکټر سره مرسته کولای شي، چې په ډيرې اسانۍ سره ستاسو ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي.
څېړونکي د ماشومانو خوب د هغوی عمر ته په کتو سره په مختلفو برخو ویشي، چې په لاندې ډول به یې شرح کړو:
هغه ماشومان، چې عمر یې له یوې اونۍ تر څلورو اونیو پورې وي معمولآ د ورځې په اوږدو کې له ۱۵ تر ۱۸ ساعتونو پورې خوب کوي.
هغه ماشومان، چې د قلنجواو یا د خېټې درد ولري د شپې او ورځې په اوږدو کې یې خوب غیر منظم وي او نه شي کولای، چې په پوره آرامۍ سره خوب وکړي.
هغه شیر خواره ماشومان، چې عمر یې له څلور تر شپږو اونیو پورې وي. د وخت په تېرېدو سره خپل خوب منظموي او تاسو به له ورایه وګورئ، چې ماشوم به مو په یوه منظم ډول خوب ولري مانا دا چې په یوه ټاکلي وخت ویده کېږي او دغه راز به په ټاکلي وخت له خوبه پاڅېږي، چې د ماشوم دغه کړنه دوی ته د دې زمینه برابروي، چې خوب او خوراک دواړه یې منظم شي او مناسب وزن واخلي په څنګ کې ورسره له هر ډول ناروغۍ په امن کې شي.
په دغه مرحله کې شیر خواره ماشومان په یوه شپه او ورځ کې له ۴ تر شپږو ساعتونو پورې ویده کېږي او ورو ورو په دوی کې د خوب یو ډول منظم والی لیدل کېږي.
هغه ماشومان، چې عمر یې له ۴ تر ۱۲ میاشتو پورې وي په داسې حال کې چې له دې مخکې یې هم خوب او خوراک منظم وي لا منظمېږي، په یوه شپه او ورځ کې نیږدې ۱۵ ساعته خوب کوي او هغه ماشومان، چې د ۱۱ میاشتو عمر ولري یوازې د ۱۲ ساعتونو په حدودو کې خوب کوي.
څومره، چې د ماشوم عمر زیاتېږي خوب یې لویانو ته ورته کېږي. شیر خواره ماشومان د ورځې په اوږدو کې درې ځله چورت وهي. دغه فکر کول په شپږو میاشتو کې دوه ځلو ته را ښکته کېږي. په دې سن کې ماشوم کولای شي، چې ان ټوله شپه خوب وکړي او را ویښ نه شي.
له یوه کلنۍ نه تر درې کلنۍ پورې ماشوم یو ځل سهار په فکر کې ډوبېږي او په ټوله ورځ کې یو ځل ویده کې او تر لسو ساعتونو پورې خوب کوي.
خو داسې ماشومان هم شته، چې عمر یې تر دوه کلونو کم وي د ورځې په اوږدو کې هېڅ خوب نه کوي او دوی یوازې د شپې لخوا له ۸ تر ۹ ساعتونو پورې خوب کوي او د سهار تر ۶ یا ۸ بجو پورې له خوبه پورته کېږي.
څېړنو ښودلې ده، چې ماشوم سالم وي، خوب یې هم منظم وي، خو که خدای مه کړه ماشوم کومه روغتیایي ستونزه ولري نو دخوب اختلال، بې مورده ژړا او خپل وزن له لاسه ورکوي، چې په دې وخت کې مور او پلار مجبور دي، چې د همدې برخې له متخصص سره خبرې وکړي تر څو ستونزه یې حل شي.
ډیره کله چې ماشوم د مور شېدې خوري، آرام خوب کوي، خو له کله نه چې بیا ورته نور اضافي خوراک شروع شي یو ډول د نس دردونه ورته پیدا کېږي، چې د وخت په تېرېدو سره یې دغه ستونزه حل کېږي او له نورو غذایي موادو سره اموخته کېږي.
ماشوم ته باید داسې سالم خوراک ورکړل شي، چې خوب یې هم ور سره منظم شي، چې په دې برخه کې ماشوم ته د مستو ورکول تر ټولو ګټور خوراک دی، چې هم یې صحت ته ګټه کوي او هم یې ور سره خوب زیاتېږي.
په لرې پرتو سیمو کې ماشومانو ته د خاش خاشو دانې ورکول کېږی، په دې مانا، چې د ماشوم خوب ور سره زیاتېږي، چې دغه تر ټولو ناوړه کار ماشوم له ذهني اختلال سره مخ کوي او په راتلونکې کې ترې یو کور مغزه او غبي کس جوړېږي، بیا به نه یوازې د خپل ځان او کورنۍ بلکې د ټولنې د اوږو بار وي.
هڅه وکړئ، چې ماشوم ته په خپل وخت مناسب خوراک ورکړئ، د خوب لپاره یې ورته منظم ځای او وخت وټاکئ، تر څو یو سالم انسان ټولنې ته وړاندې کړئ.
د نن ورځې ماشومان د سبا ورځې ځوانان دي.
راتلونکې د ځوانانو هغه که هلک وي او یا هم نجلۍ په لاس کې ده، نو که غواړۍ، چې یوه سالمه ټولنه ولرو، نو هڅه وکړئ، چې ټولنې ته سالم وګړي وړاندې کړئ.
(سلیم عقل په سالم بدن کې دی)