د ابخازیا د خلکو کیسه
د یوه شهزاده دوه زامن وو. زامن د پلار له مرګ وروسته ډېر وخت یو ځای سره و اوسېدل خو بیا وروسته یې پرېکړه وکړه چې سره بېل شي. هغوی له یوې مېچنې او غالۍ پرته نور ټول شته سره ووېشل. دواړه وروڼه په مېچن او غالۍ نه سره جوړېدل ځکه چې دواړه له کماله ډک وو. مېچن به که ښي لاس ته تاو شوه نو هر ډول خواړه یې را ایستل او که به بیا کیڼ لوري ته تاو شوه نو دومره سره زر یې را ایستل چې څومره ستا زړه غوښتل. غالۍ ته به چې وویل شول چې: «غالۍ، تیاره شه!» نو هغه به په هوا شوه او ته یې هغه ځای ته وړلې چې چېرې ستا خوښه وه.
په همدې وخت کې چې د وروڼو په مېچن او غالۍ سره دعوا وه د دوی څنګ ته یو هوښیار سړی تېرېدو. هوښیار سړي له دوو وروڼو څخه پوښتنه وکړه:
– په څه شي مو سره دعوا ده؟
– په مېچن او غالۍ مو سره دعوا ده.
– تاسو هغه ولې نه شی سره ویشلی؟
– ځکه یې نه شو سره وېشلی چې مېچن که ښي لوري ته تاو شي نو هر ډول خواړه را باسي او که بیا کیڼ لوري ته تاو شي دومره سره زر را باسي چي څومره غواړې. غالۍ تا هغه ځای ته وړي چېرې چې ته غواړې ولاړ شې.
لاروي وویل:
– زه به تاسو سره جوړ کړم خو تاسو هلته دومره لیرې ودرېږی چې زما غږ واوری.
وروڼو وویل:
– ښه ده. هغوی دا وویل، لیرې ولاړل او هلته ودرېدل.
لاروي مېچن واخیستله او په غالۍ یې کېښووله، پخپله هم په غالۍ ودرېد او ویې ویل: « غالۍ، تیاره شه!» غالۍ په هوا شوه.
لاروی چې کله د وروڼو څنګ ته تېرېدو نو غږ یې وکړ:
– د خدای په امان! ما ستاسو مېچن او غالۍ یووړل. تاسو به وروسته له دې په هغو شخړه نه کوی!