لیکواله: ملکه بللینا
یوه کوچینی نجلۍ، یېودوکییا وه چې په کور کې یې دونیا او دونیا جانه بلله.هغه له مور او پلار سره اوسېدله. د هغې نیکه او انا هم وو چې دا ډېره پرې ګرانه وه. دونیا جانه په کور کې یوازينی کوچینی وه، هغې خور او ورور نه لرل. دونیا ډېره هیله لرله چې کوچینی ورور او یا خور ولري، له هغو سره یو ځای لوبې وکړي، وګرزي، وخوري، یو ځای څملي او را پورته شي، سهارنی سپورت وکړي، خپل خیالونه او هیلې سره شریک کړي. برسېره پردې خپل کوچیني ورور او یا خور ته ښه او بد ور وښیي.
د کوچینی دونیا یو ډېر ښه ملګری و چې مالیش( کوچینی) نومېدو. دوی دواړه به ډېر وخت سره یو ځای وو. هغه د دونیا لپاره داسې و لکه کوچینی ورور یې. مالیش یوه عجیبه ځانګړتیا لرله او هغه دا چې د نجلۍ د کورنۍ نورو غړو نه شو لیدلی. دا به له دې امله و چې مالیش د خیالي هېواد و.
د اوړي موسم و. ښکلې لمرینه هوا وه. کوچینی دونیا په بانډه کې د انا او نیکه مېلمنه وه. نیکه ځمکه اړوله چې کچالو پکې وکري او انا په جویو کې ګاذر کرل. دونیا په دې وخت کې بېري او ځمکني توت راټولول. د مېوې یو برخه یې ټوکری ته او بله- خپلې خولې ته اچوله. هغې مېوه ټولوله، ټولوله چې ناببره یې په خېټه درد شو. مالیش چې دا ولیدل نو د هغې مرستې ته راغی. مالیش دونیا ته روښانه کړه چې پخوا تر دې چې مېوه وخورې هغه باید ښه پاکه پرېمینځل شي. دونیا همداسې وکړل، خپله را ټوله کړې مېوه یې پرېمینځله او بیا یې خپل ملګري ته ور کړه.
مالیش ډېر هوښیار او پوه هلک و، هغه کولی شول چې دونیا ته ډېر څه ور زده کړي. دونیا فکر کاوه چې دا تر مالیش مشره او هوښیاره ده نو هغه یې باید له دې زده کړي. خو مالیش په خیالي ښار کې زیږېدلی و نو ځکه ډېر پوهېدو او هر څه یې پخپله کولی شول. هغه دونیا ته ورزده کړل چې د سهار لخوا مخ، لاس او غاښونه ومینځي، خپله بستره ټوله کړي او وروسته له هغې کېني او د ورغاستیو اوګره وخوري.
یو ورځ دواړو ملګرو پټ پټاني کول. مالیش کړکۍ ته پورته او د پردې تر شا پټ شو. دونیا چې کله هغه پیدا کړ نو د لويې په څېر یې پوښتنه ځنې وکړه: « ته په دې نه پوهېږې چې د لویانو له مرستې پرته کړکۍ ته پورته کېدل ښه نه دي؟» وروسته بیا مالیش د تلویزیون او لو بو د سامان په سیمونو( لینونو) چې په ساکېټ کې بند وو وخوت. هله نو دونیا چیغه وکړه: « په سیمونو مه خېږه! په هغو کې برېښنا ده! دا خطر لري!» په دې وخت کې مور کوټې ته راننوتله او پو ښتنه یې وکړه: « څه وشول؟» دونیا هغې ته وویل چې هېڅ هم نه، هغه وږې شوې ده او له مور څخه یې مستې وغوښتلې. مور خپلې لور ته مستې ور کړې او هغې د خپل ملګري په مړولو پیل وکړ.
مور چې د کوټې په غولي او دېوالونو پاشل شوې مستې ولیدلې نو له دونیا څخه یې وغوښتل چې وروسته له دې داسې کار ونکړي. مور خو نه پوهېدله چې دونیا غوښتل چې مالیش موړ کړي. دونیا دېوالونه او غولی ومینځل ځکه چې د مور خبرې ته باید غوږ ونیول شي. مالیش په دې وخت کې په خپله بستره کې پروت و. هغه پخوا تر دې چې څملي مخ، لاسونه او غاښونه یې ومینځل او اوس یې ماښامنیو کیسو ته چې مور ورته لوستلې، غوږ نیولی و.
کوچینی دونیا هم په خپل کټ کې څملاستله او په خیال کې یې دا پیغام خپل ملګري ته ور ولېږه: « ښه شپه، مالیش! سبا به د نیکه او انا په بانډه کې سره ووینو. هلته به مېوه ټوله کړو، ګلان به اوبه کړو او له انا او نیکه سره به مرسته وکړو».