د عربو کیسه
یوه ورځ ګیدړه مرغانچي ته ور ولوېده، چرګان یې وخوړل او تر هغو چې د کور مېرمن خبرېدله بېرته را ووتله.
ګیدړه چې ډېره تږې شوې وه د اوبو په لټه کې شوه چې که کوم چېرې لږ اوبه پیداکړي او ویې څښي خو هېچرې یې یو څاڅکی اوبه هم پیدا نه کړې. هغه چې نږدې و له تندې مړه شي ډېره وګرزېدله او په پای کې یوه څاه ته راورسېدله. ګیدړې بېله دې چې فکر وکړي د څاه راځړېدلې ډولچې ته یې په دې تمه ور ټوپ کړ چې کوندې لږ اوبه پکې پېدا کړي. ډولچه د ګیدړې د دروندوالي له امله څاه ته ورکښته شوه او په بدل کې یې بله ډولچه له څاه څخه را پورته شوه.
په همدې وخت کې دلته یو لېوه ګرزېدو. لېوه څاه ته سر ور ښکاره کړ، هلته یې کیدړه ولیده او پوښتنه یې ځنې وکړه:
– خورکې، د څه لپاره هلته کښته شوې یې؟
– ورور جانه، ما دلته ډېر کبان ولیدل نو ځکه راکښته شوم چې ویې نیسم. که باور نه کوې نو دلته را کښته شه چې په خپلو سترګو یې ووینې. اخ ورور جانه، کبان څومره ښه او خوندور خواړه دي!
– خور جانې، څه پېښه شوې؟ دا لومړی ځل دی چې ته ما خوړو ته رابولې. داسې هېڅکله نه وو شوي.
مکارې ګیدړې د لېوه خبره سمه ونه بلله او ویې ویل:
– ملګریه، که چېرې ته دا نه منې چې زه رښتیا وایم نو د ډولچې بېخ ته ور وګو ره، هلته به یو لوی کب ووینې.
لېوه د ګیدړې په خبره باور وکړ او په ډولچه کې یې ور ټوپ کړ. ډولچه په بیړه کښته په څاه کې روانه شوه او بله ډولچه چې ګیدړه پکې ناسته وه پورته لوري ته را روانه شوه. کله چې ډولچې سره یوځای شوې او لېوه ولیدل چې ګیدړه پورته ځي نو په حیرانتېا یې پوښتنه وکړه:
– ته چېرې ځې؟
مکارې ګیدړې ځواب ورکړ:
– زموږ ژوند همداسې دی، لکه زینه:یو پورته ځي او بل کښته.
په همغه وخت کې چې لېوه د څاه تل ته ورسېد ګیدړې جوړ او روغ له ډولچې څخه ځمکې ته را ټوپ کړ. ګیدړه چې له خپلې چالاکي څخه راضي وه ځان یې منډې ته جوړ کړ خو نا څاپه یې سپی ولید چې د دې مخه یې ونیوله. سپي له ګیدړې څخه پوښتنه وکړه:
– ته دلته له کومه شوې؟ تا دلته څه کول؟
– ما له لېوه څخه ستا غچ واخیست، ګیدړې دا وویل او په ویاړ یې سپي ته کیسه وکړه چې له لېوه سره یې څه وکړل.
سپي وویل:
– تا ډېر ښه کار کړی. لېوه د مرګ لایق دی. خو پوهېږې چې زما دوکه ورکول نه خوښېږي او دوکه ورکوونکی مې بد اېشي، ته باید د خپلو کړو سزا ووینې.
سپي په همدې وخت کې په ګېدړه ور ټوپ کړ، هغه یې له ستوني ونیوله او ویې وژله.