لیکواله: ولانتینا اوسییوا
ژباړونکی: ګل جان صابر
سپینږیري ښوونکي یوازې ژوند کاوه. د هغه زده کوونکي او زده کوونکې لا پخوا لوی شوي وو خو خپل پخوانی ښوونکی یې نه و هېر کړی.
یو ورځ هغه ته دوه هلکان راغلل او ور ته ویې ویل:
– موږ خپلو میندو را واستولو چې ستا سره په کارونو کې مرسته وکړو.
ښوونکي له هلکانو څخه مننه وکړه او ور ته ویې ویل چې تش اودان له اوبو ډک کړي. اودان په بڼ کې اېښی و. د اودان څنګ ته په اوږده چوکۍ اوپاش او ډولچې اېښي وو. هلته نږدې په ونه د لوبو کوچنی ډولچه چې د بڼکو په څېر سپکه وه را ځړېدله. له دې کوچنی ډولچې څخه ښوونکي په تودو ورځو کې اوبه څښلې.
یوه کوچني د اوسپنې کلکه ډولچه واخیستله د هغې بېخ یې په ګوتو وټکاوه او په بیړه د څاه لوري ته روان شو. بل کوچني د لوبو کوچنی ډولچه واخیستله او په خپل ملګري پسې یې منډه وکړه.
هلکان ډېر ځله تر څاه پورې ولاړل او بېرته راغلل. ښوونکي هغوی ته د کړکۍ څخه کتل. د ګبینو مچی په ګلانو ګرزېدې. په بڼ کې د ګبینو بوی و. هلکانو په خوشالي یو له بل سره خبرې کولې. د هغوی یو وخت په وخت درېدو، درنده ډولچه یې په ځمکه اېښووله او د خپل تندي خولې یې پاکولې. هغه بل هلک هم له ده سره یو ځای منډې وهلې او د لوبو په ډولچه کې یې اوبه چړپولې.
اودان چې له اوبو ډک شو ښوونکي دواړه هلکان را وغوښتل، له هغوی څخه یې مننه وکړه او بیا یې په مېز لویه خاورینه کوزه چې تر خولې پورې له ګبینو ډکه وه کېښووله. د کوزې څنګ ته يې څو ګوټيز کوچنی ګیلاس هم چې له ګبینو ډک و کېښود. ښوونکي وویل:
– دا ډالی خپلو میندو ته یوسئ. هر یو هغه ډالۍ واخلی چې وړ یې یاست.
یوه هلک هم ګبینو ته لاس ور اوږد نه کړ او په حیرانتیا یې وویل:
– موږ نه شو کولی چې دا ګبین سره ووېشو.
ښوونکي په آرامي سره ورته وویل:
– داسې یې سره ووېشی لکه څرنګه مو چې کار کړی.