لیکواله: ولانتینا اوسییوا
د تانیا تڼۍ وشکېدله. تانیا ډېر وخت سعیې وکړه چې هغه په خپل کمیس پورې وګنډي خو ویې نشوه کړی. هغې له خپلې انا څخه پوښتنه وکړه:
– اناجانې، هلکان او نجونې خپلې تڼۍ ګنډي؟
– تانیا جانې، زه نه پوهېږم، هلکان او نجونې کولی شي چې خپلې تڼۍ وشکوي خو ګنډي یې ډېر وخت اناګانې.
تانیا په خواشیني وویل:
– ښه داسې ده! تا خو زه د تڼۍ ګنډلو ته وهڅولم، لکه ته چې انا نه یې!