د روسیې د خلکو کیسه
ګیدړې په کارغه پسې منډې وهلې، خوله یې خلاصه نیولې وه او په څاه کې ولوېدله. په څاه کې اوبه ډېرې نه وې، ګیدړه یې ډوبولی نه شوه خو هغه له څا څخه راوتلی هم نه شوه. ګیدړه په غمو کې ډوبه ناسته ده.
په همدې وخت کې وزه چې د هوښیاري پرې تمامه ده روانه وه، شخوند یې واهه او خپله ږیره یې ښوروله. هغې هسې څاه ته ور وکتل، هلته یې ګيدړه ولیدله او پوښتنه یې ځنې وکړه:
– ګیدړې جانې، ته په څاه کې څه کوې؟
ګیدړې ځواب ورکړ:
– ګرانې، آرام کوم. هلته، برسېره ګرمي ده نو زه ځکه دلته راغلم. دلته څومره ښه سړه هوا ده! اوبه سړې دي، چې څومره د زړه غواړي څښه یې!
وزه لا له مخکې تږې وه نو ځکه یې له ګيدړې څخه پوښتنه وکړه:
– دغلته ښې اوبه دي؟
ګیدړې ځواب ورکړ:
– ډېرې ښې، پاکې او سړې! که د زړه غواړي را ټوپ کړه، دلته دواړه ځایېږو.
کم عقلې وزې څاه ته داسې ورټوپ کړ چې نږدې یې ګيدړه تر پښو لاندې کړې وه. ګیدړې وزې ته وویل:
– ای، ږیرورې کم عقلې، ټوپ وهل د هم نه دي زده، اوبه د را وشیندلې.
ګیدړه د وزې په ملا او بیا په ښکرو پورته شوه او له څاه څخه را ووتله.
وزه نږدې وه چې په څاه کې مړه شي په ډېره خواري یې تر ښکرو را ونیوله او له څاه څخه یې را وایستله.