د ګل جان صابر ژباړه
یوه ورځ امپراتور اکبر له خپلو درباریانو څخه یوه حیرانوونکې پوښتنه وکړه چې ټول یې ژور فکر کولو ته اړکړل. هېچا د خپل امپراتور پوښتنې ته ځواب پیدا نشو کړی. په همدې وخت کې بیربل، د اکبر د دربار ډېر هوښیار سړی، دربار ته راغی او پوښتنه یې وکړه چې ولې ټول داسې پرېشانه دي. هغه ته یې د هغې سختې او حیرانوونکې پوښتنې کیسه وکړه چې امپراتور له دوی څخه کړې وه.
پوښتنه داسې وه: « زموږ په ښار کې څومره کارغان دي؟». بیربل چې دا پوښتنه واورېده ویې خندل او ویې ویل: «زه د دې پوښتنې په ځواب پوهېږم. ښاغلیه، زموږ په ښار کې پنځوس زره، پنځه سوه او نه اتیا کارغان دي». ټول د بیربل ځواب ته حیران شول. اکبر له بیربل څخه پوښتنه وکړه:
– ته زموږ په ښار کې د کارغانو په شمېر څه پوه شوې؟
بیربل وویل:
– ښاغلیه، دا ډېره آسانه خبره ده. مهرباني وکړه خپلو نوکرانو ته ووایه چې کارغان وشمېرې. که چېرې د هغوی شمېر له هغه څخه چې ما وویل زیات و نو دا په دې مانا ده چې زموږ کارغانو ته د بل ښار کارغان د خپلو خپلوانو کره راغلي دي. که چېرې د کارغانو شمېر کم و نو زموږ د ښار کارغانو پرېکړه کړې چې د خپلو خپلوانو د لیدلو لپاره د هغوی لوري ته ورشي.
امپراتور اکبر د بیربل د دې هوښیار ځواب له امله ډېر خوشاله شو.
تل د هغه څه لپاره چې تاسو یې وایاست ښه دلیل پیدا کولی شی.