د روسیې د خلکو کیسه
د ګل جان صابر ژباړه
یوه ورځ یو سړی ځنګل ته د لرګیو په پرېکولو پسې ولاړ. سړی چې د اوبو یوه ډنډ ته راورسېد د هغه په څنډه کیناست او ناڅاپه یې تبر په اوبو کې ولوېد او ډوب شو. هغه د ډنډ په څنده ناست و او ژړل یې. ناببره له اوبو څخه شیطان را ووت او له سړي څخه یې پوښتنه وکړه:
– ای سړیه، ته ولې ژاړې؟
– پلارجانه، تبر مې په اوبو کې ډوب شو.
ښیطان په اوبو کې ورک شو، لږ شېبه وروسته یې سړي ته د سپینو زرو تبر راووړ او پوښتنه یې ځنې وکړه:
– دا ستا تبردی؟
سړي ځواب ورکړ:
– نه، دا زما تبر نه دی.
شیطان بیا په اوبو کې غوټه شو او دا ځل یې دسرو زرو تبر سړي ته راووړ او پوښتنه یې ځنې وکړه:
– دا ستا تبر دی؟
سړي ځواب ورکړ:
– نه، زما نه دی…
شیطان په دریم ځل سړي ته د هغه خپل تبر راووړ او پوښتنه یې ځنې وکړه:
– دا ستا تبر دی؟
– هو، همدا تبر زما دی!
هله نو شیطان دری واړه تبرونه سړي ته ډالۍ کړل.
سړی په خوشالي کور ته راغی او په کلي کې یې ټولو خلکو ته دا کیسه وکړه.
یوه شتمن سړي هم وغوښتل چې د سرو او سپینو زرو تبرونه لاسته راوړي. هغه ډنډ ته راغی، خپل تبر یې اوبو ته ورګزار کړ، د ډنډ په څنډه کېناست او په بدو ورځو یې پیل وکړ. شیطان له اوبو څخه را ووت او له سړي څخه یې پوښتنه وکړه:
– ته ولې خواشیني کوې؟
– تبر مې په اوبو کې ډوب شو.
شیطان ولاړ، لږ شېبه وروسته یې سړي ته د سپینو زرو تبر راوړ او پوښتنه یې ځنې وکړه:
– دا ستا تبر دی؟
سړي چیغه وکړه او ویې ویل:
– هو، هو، زما دی، زما دی، همدا زما تبر دی!
شیطان له تبر سره په اوبو کې غوټه شو او بیا را و نه وت. شتمن سړي خپل تبر هم له لاسه ورکړ.