یوې سویې خپل ګلالي بچي ته یوه لویه ګازره ورکړه او ورته ویې ویل:
– زوی جانه، دا ګازره ته وخوره او له خپلو ملګرو سره یې هم شریکه کړه.
د سویې بچي خپلې مور ته هېڅ ځواب ور نکړ او له ځان سره یې وویل چې پخپله کولی شي دا خوندوره ګازره وخوري. د سویې بچي ته یوازېتوب زړه تنګوونکی و نو ځکه د سیند غاړې ته خپل ملګري، د اوبو د سپي بچي ته ورغی.
د اوبو د سپی بچي پلار خپل زوی ته کوچینی بېړۍ او پاروګان جوړ کړي و چې د هغه په مرسته د اوبو کوچيني سپی په سیند کې لامبو وهله. د اوبو د سپي بچي چې کله د سویې بچی ولید نو غږ یې پرې وکړ:
– سلام، ګلالیه سویه! راځه دلته، زما بېړۍ ته راشه، دواړه به یو ځای لامبو ووهو!
د سویې بچي چې خپله لویه ګازره یې په پنجو کې نیولې وه د سیند د لوړې څنډې څخه بېړۍ ته د ور ټوپ کولو تکل وکړ. خو په دې وخت کې د اوبو د سپي پلار غږ وکړ:
– صبر وکړه! ته له دې ګازرې سره ډېر دروند یې، بېړۍ چپه کېږي. ښه به وي چې دا ګازره نیمه او زما له زوی سره یې شریکه کړې. تاسو دواړه به ګازره وخوری، د بېړۍ انډول به هم برابرشي.
د سویې بچي وږسترګتوب وکړ او نه یې غوښتل چې ګازره له چا سره شریکه کړي. هغه له ګازرې سره بېړۍ ته ور ټوپ کړ. ګازره رښتیا هم درنده وه، بېړۍ چپه شوه او سوی او د اوبو سپی دواړه په اوبو کې ولوېدل. د اوبو سپی ښه لامبو وهلی شي د هغه لپاره په اوبو کې لوېدل هېڅ هم نه دي خو سوی چې د وچې ځناور دی اوبه یې نه خوښېږي. د سوی بچی ووېرېد، ګازره یې له خپلو پنجو څخه وغوځوله او چيغې یې کړې:
– ما وژغوری! زما سره مرسته وکړی!
د اوبو سپیو د سویې بچی د سیند غاړې ته را وایست. د سویې بچی ولړزېد، سا یې وایستله او خوشاله و چې په اوبو کې ډوب نه شو. هغه د ګا زرې ارمان وکړ چې اوبو مخ کښته لوري ته یووړه او دی وږی پاتې شو.