د ګل جان صابر ژباړه
په ډېرو پخوا زمانو کې د څېړی په یو ه ونه کې زوړ کونګ اوسېدو چې ټول هغه څه یې په ځير څارل چې د ده په شا او خوا کې تېرېدل. هغه یوه ورځ یو کوچینی هلک ولید چې له سپین ږیري سره یې د یوې درندې ټوکرۍ په وړلو کې مرسته کوله. بله ورځ یې یوه نجلۍ ولیدله چې خپلې مور ته چغېدله. زاړه کونګ هره ورځ ډېر راز، راز او ناویات( غیر معمول) څه ليدل خو د خپلو لیدنو په برخه کې پټه خوله و.
کونګ ورو، ورو لږ ویل او ډېر اورېدل پیل کړل. وروسته له دې کونګ هغو خلکو ته غوږ نیوه چې په خپل منځ کې یې خبرې او یا یې یو او بل ته بېلې، بېلې کیسې کولې. هغه یوه ورځ د یوې ښځې له خولې واورېدل چې فیل له کټارې څخه ټوپ واچاوه. بل ځل یې د یوه سړي له خولې واورېدل چې بل ته یې ویل، زه دومره پوه او هوښیار یم چې هېڅکله مې سهوه او خطا نه ده کړې.
د هرې ورځې په تېرېدو سره زاړه کونګ د خبرو کول کمول او کمول او په بدل کې یې اورېدل زیاتول او زیاتول. هغه ډېر ژر په ټول هغه څه پوهېدو چې د ده په شا او خوا کې تېرېدل. کونګ ورو، ورو په یوه پوه بدل شو او ان تر دې چې هغه یې د پوه زاړه ګونګ په نوم ونوماوه.
لږ خبرې کوه، ډېر ګوره او اوره، په دې ډول به پوه او هوښیار شې.