به هغه غونډۍ چې کلي ته نږدې پرته وه تور وری اوسېدو. هغه به هر پسرلی خپلې تورې وړی کلولې او په بازار کې به یې پلورلې. د کلی اوسېدونکو به د تور وري له وړیو څخه جاکټونه، بنیانونه او نور تاوده لباسونه اوبدل.
تور وري یوه ورځ ولیدل چې لږ وړۍ یې لا پاتې دي نو ځکه یې وغوښتل چې هغه هم وپلوري خو په هغه ورځ هېچا نه غوښتل چې د تور وري وړۍ رانیسي. وری تر ماښام پورې د رانیوونکي په تمه کېناست او بیا کور ته راغی. په بله ورځ وري بیا هم خپلې وړۍ بازار ته راوړې، ټوله ورځ یې هملته تېره کړه خو هېچا د هغه وړۍ را نه نیولې. په دې ډول څو ورځې تېرې شوې.
یوه ورځ هغه وخت چې تور وری له خپلو وړیو سره په بازار کې ناست و یو کوچینی هلک ورته راغی او پوښتنه یې ځنې وکړه چې کولی شي د هغه وړۍ رانیسي. وری ډېر خوشاله شو، هلک او د هغه مور او پلار ته یې ټولې وړۍ ور کړې. داسې مالومېده چې هلک او د هغه مور او پلار د ګاونډي کلي څخه راغلي و او غوښتل یې هر ډول وړۍ نه بلکه یوازې تورې وړۍ رانیسي. په هغه ورځ وری کور ته خوشاله او نېکمرغه راغی.
هېڅکله مه نا امیده کېږی او خپل پیل کړی کار سر ته ورسوی.