په یوه ملک کې، په یوه پاچایي کې دوه وروڼه وو. د دې ځای ټولو خلکو به ویل چې مشر ورور، اندری ډېر هوښیار او کشر- سیرګی بېړا( کم عقل) دی. یوه ورځ دواړه وروڼه ځنګل ته په خرمېړیو او ځنګلي مېوه پسې ولاړل او لاره یې ورکه کړه. هغوی ډېرې چیغې وکړې خو هېڅوک یې مرستې ته را نغلل، په ځنګل کې ډېر وګرزېدل خو د وتلو لار یې پیدا نه کړه. شا او خوا یوازې ولې او د صبر ونې ولاړې وې.
وروڼه چې ډېر ستړي شول نو کېناستل چې دمه وکړي. ناڅاپه له ګڼو بوټو څخه ځنګلي را ووت چې لویه د خزې ږیره یې وه، پښې یې د ګرګو او لاسونه یې د څانګو وو.
– تاسو وروڼو لکه چې لاره ورکه کړې؟ دا زه وم چې تاسو مې په ځنګل کې وګرزولی.
سیرګی پوښتنه وکړه:
– نیکه جانه، دا ولې؟
– زه دلته یوازې خپه کېږم. دا مې خوښېږي چې له خلکو سره خبرې وکړم.
اندری لاسونه سره خلاص کړل او ویې ویل:
– موږ څه وکړو؟ موږ غواړو چې کور ته ولاړشو.
– ښه خبره ده، زه به ستاسو سره مرسته وکړم خو د دې په بدل کې تاسو باید زما دریو پوښتنو ته ځواب ووایاست.
اندری خوشاله شو او ویې ویل:
– دا ډېره آسانه خبره ده! ټول خلک ما هوښیار سړی بولي او زه په آساني کولی شم چې ستا پوښتنو ته ځواب ووایم.
– دا به موږ اوس و ازمویو. لومړی پوښتنې ته غوږ ونیسه. هغه څه شی دي چې په یوه پښه ولاړ تر ځمکې لاندې څښېږي او لاسونه یې آسمان ته غځولي دي؟
اندری د دې پوښتنې ځواب و نشو ویلی او له ځنګلي څخه یې وغوښتل چې خپله دوهمه پوښتنه ووایي.
– هغه لوی مخلوق څوک دی چې شا او خوا پروت دی، خلک خپلو کورونو ته نه پرېږدي، د هغوی واکمن څوک دی؟
اندری دې پوښتنې ته هم ځواب و نشو ویلی.
ځنګلي موسک شو او ویې ویل:
– دریمه پوښتنه واوره. په تاسو دوو کې کوم یو هوښیار او کوم یو بېړا دی؟
– زه کولی شم چې ستا دې سوال ته ځواب ووایم. ټول وایي چې زه هوښیار یم او اندری بېړا دی.
– د دې سوال په ځواب زه پخپله هم نه پوهېږم. اوس به وګورو چې پخپله اندری څه وایي.
اندری وویل:
– لومړی دوې پوښتنې ډېرې آسانه دي. د لومړی پوښتنې ځواب ونه ده. هغه پخپله یوه پښه ولاړه ده، ولیې یې ترځمکه لاندې څښېږي او څانګې يې آسمان ته غځېږي. د دوهمې پوښتنې ځواب ځنګل دی. د ځنګل لوی مخلوق- ونې شا او خوا ولاړې دي او هغه څوک کور ته نه پرېږدي چې لار یې ورکه کړې وي. د ځنګل واکمن ځنګلي دی. د دریمې پوښتنې ځواب سیرګی ووایه. ټول وایي چې هغه هوښیار او زه بېړا یم.
– نه داسې نه ده! هغه د پوښتنو ځوابونه و نشو ویلای خو تا وویل. نو ځکه په ټولوهغو خبرو باید باور و نکړو چې ټول یې وایي. زه تاسو ته کور ته د تللو لار درښیم ځکه چې تا نورو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
ځنګلي دواړه وروڼه له ځنګل څخه را وایستل. هغوی چې کله کور ته راغلل نو اندری ټولو ته کیسه وکړه چې دوی ته څه ورپېښ شول او ویې ویل چې وروسته له دې باید هېڅوک د ده ورور ته بېړا و نه وایي.