د انګولا د خلکو کیسه
یوه سړي ډېر وخت ونشوه کړی چې د ځان لپاره کوم کار پیدا کړي. هغه وروسته له يو څه مودې د یوې شتمنې ښځې سره مزدور شو. سړي ډېر کار کولو خو ښځې پیسې ډېرې کمې ورکولې او خواړه خو یې بېخي نه ورکول. سړي چې کله شکایت وکړ نو د هغه اخیستونکې ښځې له هغه څخه پوښتنه وکړه: ته پخپله زما سره مزدور نه شوې، تا پخپله د خپل چوپړ وړاندیز ونکړ؟
بېوزله سړي شپه او ورځ کار کاوه، دومره ډېر کار یې کاوه چې دې ته یې وخت نشو موندلی چې ولاړشي او د ځان د خوړو لپاره کوم څه رانیسي. سړی د لوږې او ډېر کار له امله ډېر ژر مړ شو. سخت زړې ښځې امر وکړ چې د دې سړي مړی بېرون وغورځوي.
کوم یوه لاروي د لارې په منځ کې د غورځول شوي سړي مړی ولید، پر دې بېوزله یې زړه و سوځېد او له ځان سره یې وویل: دومره څوک نه وو چې دا ښخ کړي؟ چې دا د کوم ځای دی؟
لاروی د سړي بې ځانه وجود ته ور ټیټ شو او ویې لیدل چې له جېب څخه یې کوچنی بټوه را وتلې ده. لاروي بټوه پرانیستله او ویې لیدل چې په هغه کې پیسې دي.
آوازې ډېرې ژر خپرېږي. ښځه په دې کیسه خبره شوه او سړي ته یې وویل: څرنګه چې دا مړ سړی د دې غلام و نو د هغه د بټوې نیمې پیسې باید دې ته ورکړې شي. خو لاروي هغه په خپل له سړیتوب لیرې کار ملامته کړه او ورته ویې ویل:
– تا ولې د هغه مړی بېرون وغورځولو؟ لکه چې تا له هغه څخه ډېره کرکه لرله. تا چې له هغه څخه کرکه لرله نو له پیسو څخه یې هم باید کرکه ولرې.
په دې ډول بټوه د همغه لاروي شوه.