لیکواله: یېو ګینیا خوچینسکایا
ټنبلي په خپل ارزښت ښه پوهېدله. هغه په دې پوهېدله چې داسې څوک نشته چې دا یې، که د لنډ وخت لپاره هم وي، نه وي میلمنه شوې. یوازې انسان کولی شي فکر وکړي هغه وخت چې ټنبلي ور ته وایې:« ته ولې دا کار کوې؟ ته وګوره چې څومره ښکلې هوا ده! ښه به نه وي چې په زانګو ډوله چوکۍ کې کښېنې او یا په کټ کې څملې؟ لکه چې وایي، کار خو څه لېوه نه دی چې غره ته وتښتي!». ټنبلي په ډېرو داسې خبرو پوهېده چې انسان دې ته وهڅوي چې هېڅ کار ونکړي، ډېر وخت په خپلو کړو کې بریالی هم وه. انسان خپل کارونه وروسته ته پرېښوول خو دا «وروسته» هیڅکله هم نه راتلله.
ټنبلي یوه ورځ له یوه ځواکمن او د ټینګ عزم لرونکي انسان سره مخامخ شوه. نوموړي انسان هر وخت کوم چېرته بیړه کوله، د یو چا سره یې خبرې کولې او یو نه یو کار یې کولو. ټنبلي چې هر څومره کوښښ وکړ چې هغه له خپل کار کولو څخه را وګرزوي خو هېڅ په لاس ورنغلل. نوموړي انسان به د ټنبلي د هرې خبرې په ځواب کې ویل:« پوهېږې، ما ته به پلار هر وخت ویل چې: تر ټنبلي بد څه نشته. ټنبلي انسان نه پرېږدي چې په ژوند کې بریالیتونو ته ورسېږي. ټنبلي انسان لټ او سست آموخته کوي. نو ځکه زما او ستا ملګري نه سره کېږي».
ټنبلي ډېره خواشینې شوه او په دې وپوهېده چې دا دومره مهمه او ځواکمنه هم نه ده، داسې خلک هم شته چې تر دې ډېر ځواکمن دي. هغه په دې هم پوه شوه چې تل داسې خلک پیدا کولی شي چې دې ته غوږ نیسي.