لیکواله: یېو ګینیا خوچینسکایا
زه چې کله په لومړي ټولګي کې شامل شوم ښوونځي ته به انا بېولم او د درسونو له پای ته رسېدو وروسته به یې بېرته کور ته راوستلم. هغې به هر سهار ما ته هرومرو ساندوېچ را کاوه او را ته ویل به يې:
– دا واخله، دا واخله، ته لویېږې، یو څه باید وخورې. ته وګوره چې څومره ډنګر یې!
په ټوله کې زه دومره ډنګر نه بلکه نورمال وم خو انا ته به تل داسې ښکارېده چې زه وږی یم او هغې په هر مساعد وخت کې ما ته خواړه راکول. ما په کور کې نشوه کولی چې خواړه ونه خورم، انا به مخامخ راته ناسته وه، زه به یې څارلم چې خپل خواړه ټول وخورم. په ښوونځي کې زه هېچا نه څارلم نو ځکه ما ډېر وخت خپل ساندوېچ چټلیو په کوتي کې غورځولو. د ساندوېچ خوړل څه ښه والی لري؟سره کړي کچالو( چېپس) او یا چاکلېټ ډېر خوندور دي. زما تر هر څه ډېر چاکلېټ خوښېږي. موږ کوچينیان ډېر وخت یو او بل ته یو څه ورکوو. کوم یوه ته د یو ډول چاکلېټو يوه ټوټه ورکړه، تا ته د چاکلېټو بله ډول درکوي.
یوه ورځ زما ملګري، پیتکا زه ولیدلم چې ساندوېچ مې په کوتي کې وغورځولو. ما دې ته پاملرنه ونکړه او له ځان سره مې وویل چې ويې لیدلم نو څه، لازمه نه ده چې زه هغه ته څه ووایم.
کله چې موږ زما له انا سره کور ته تللو هغې لکه قصداً چې وي له ما څخه پوښتنه وکړه:
– تا ساندوېچ وخوړ؟
ما لا خوله نه وه خلاصه کړې چې هغې ته ځواب ورکړم چې پیتکا بیړه وکړه او ویې ویل:
– هغه ساندوېچ نه دی خوړلی! ما هغه ولید چې ساندوېچ یې د چټلیو په کوتي کې وغورځولو!
ما له پیتکا څخه د داسې سپېتانې تمه نه لرله! چا هغه ته ویلي چې داسې ووايه! آخر ملګری مې دی!
د انا په مخ کې سمدلاسه بدلون راغی، ما ولیدل چې هغه ډېره په غوسه شوه. هغې ما ته ښکنځل ونکړل خو را ته ویې ویل:
– زه به ستا سره په کور کې خبرې وکړم.
انا په کور کې زه خپل څنګ ته کېنولم او را ته ویې ویل:
– ته باید په دې وپوهېږې چې څه کوې؟ ته پوهېږې چې د دې ساندوېچ لپاره خلکو څومره کار کړی؟ د دې لپاره چې ساندوېچ جوړ شي نو لومړی باید غنم وروزل شي. غنم بیا وروسته باید اوړه او ډوډۍ ځنې پخه شي. په کلیو کې یې غواوې ساتلې دي، هغه لوشي او له شیدو څخه یې کوچ جوړوي. زه د ساسېچ( کلبسه) په برخه کې څه نه وایم چې څومره خلکو کار کړی چې دا خوندور ساسېچ جوړ شي. ستا مور او پلار له سهار څخه تر ماښام پورې کار کوي چې موږ وکړی شو دا هر څه له هټۍ څخه رانیسو. خو ته هغه د چټلیو په کوتي کې غورځوې.
انا ما ته کیسه وکړه چې کله دا کوچينی وه په هټیو کې خوراکي توکي لږ وو، خلک به په اوږدو کتارونو کې ولاړ وو چې یو څه رانیسي. داسې وختونه هم و چې خلک له لوږې مړه کېدل.
زه د انا کیسو ووېرولم. زه هېڅکله نه پوهېدم چې ساندوېچ دومره ارزښتمن څه دی. انا ما ته مخامخ وکتل او ویې ویل:
– زما سره وعده وکړه چې وروسته له دې به داسې نه کوې. که نه غواړې چې و یې خورې مه یې خوره خو زه هېڅکله تا ته دا اجازه نه در کوم چې ویې غورځوې.
ما نه غوښتل چې انا خواشینې کړم، ښکاره خبره ده چې وعده مې ور سره وکړه چې وروسته له دې به خوراکي توکي نه غورځوم. زه اوس پخپله هم په دې پوه شوم.