کتاب: د ماشوم ارواپوهنه
لیکوال: ډاکټر عبدالرؤف
ژباړه: رحمت شاه فراز
(شپږمه برخه)
د لوبو د لېوالتیاوو ارتقايي پړاوونه
د تجربې او عمر له زیاتوالي سره د ماشومانو د لوبو ذوق هم بدلېږي. که څه هم د ماشومانو په هوساییزو لېوالتیاوو کې جدي توپیرونه لیدل شوي، خو بیا هم د لوبتیا د ودې او تکامل تدریجي پړاوونه شاوخوا هر ځای او د هر توکم په ماشومانو کې تر ډېره مشترک دي. د تکامل دغه زینې د ماشوم د ژوند په درې برخو وېشلی شي:
۱) د ابتدايي عمر لوبې: له زوکړې څخه تر درې کلنۍ پورې ابتدايي لوبې.
۲) د ماشومتوب د پیل لوبې: یعنې له څلور کلنۍ نه د تر اته کلنې پورې لوبې.
۳) د زلمیتوب (بلوغت) تر پېر دمخه لوبې: یعنې له دیارلس کلنۍ نه د زلمیتوب تر وخته لوبې.
د ابتدايي عمر لوبې
تر زوکړې یو څه موده وروسته ماشومان یوازې د خپلو حواسو کارول او خوځېده زده کوي، او په دې عمر کې په یوازې ځان لوبې کول خوښوي. دوی تر ځان چارچاپېره هر شي ته د لاس اچولو تمرین کوي او د یوه کار له بیا بیا تکرار نه ډېر زیات خوند اخلي. په لومړیو کې دغه حرکتونه ګډوډ وي. ماشومان د خپل شاوخوا خلکو او شیانو ته تر ډېر وخته ځیر، ځیر ګوري او په معمولي غږ یې غوږونه څک شي.
ورو، ورو په ماشومانو کې د مخته خوځېدو ځواک راشي. د شیانو په لور ور غورځي. خپل لور ته يې را کاږي یا يې ایسته غورځوي. له تګ زده کولو دمخه لا ماشوم تقلید کول زده کړي. په هینداره کې خپل انځور ته ډېر زیات خوشحالېږي. په دې عمر کې ماشوم وړو، وړو شیانو ته ډېر زیات میلان ښيي او په هر خوله خلاصي شي کې له ګوتې ننباسلو نه ډېر زیات خوندي اخلي.
د خاپوړو دور له پای ته رسېدو وروسته تګ زده کړي او د ماشوم چټکتیا زیاته شي. دا مهال دی د انځورونو له لیدو او کیسو اورېدو سره لږ او زیات لېوالتیا ښيي. په دې عمر کې ماشوم عموماً په «متوازي لوبو» کې بوخت وي. په دې معنا چې نوموړی د ماشومانو په خوا کې خو لوبېږي، خو هغو ته له ور ګډېدو څخه ترهېږي او ځان ترې لرې ساتي.
د ماشومتوب د پیل لوبې
د ماشومتوب په لومړیو ورځو کې د ټولنیز ژوند د یو څه سلیقو له زده کړې وروسته په ماشومانو کې د ګډو لوبو کولو علاقه پیدا کېږي. په دې وخت کې ماشوم په یوازې لوبېدو کې بې خوندي غوندې احساسوي. د څلورو او شپږو کلونو په منځنۍ موده کې ماشومان په بې ځایه خبرو کې ډېر زیات مهارت پیدا کړي. ځینې بې معنا او کله نا کله د بې عقلۍ او تر دې چې نیمه فحشو جملو په بیا بیا ویلو کې یو خوند غوندې احساسوي. د عمر له زیاتېدو سره یې د تکرار په ځای له پرلپسې والي سره علاقه پیدا شي. په دې وخت کې غواړي چې هر کار په منظمه توګه سرته ورسوي او له پرلپسې کیسو اورېدو سره یې مینه پیدا شي. مثلاً که د واده لوبه کوي، نو د واده هر دود په منظم ډول وار وار په ترسره کوي.
څه موده وړاندې د هند په اړه خبر خپور شو چې په کومه سیمه کې څو ماشومانو په لوبو کې د مهاتما ګاندي د وژل کېدو پېښه تمثیل کړې وه. پلټنې کول، وژل، د تورنو نیول، په محکمه کې د قضیې اورېدل او د قاضیانو تر پرېکړې پورې د ټولې لوبې له ترسره کولو وروسته دغو ماشومانو د ګاندي د وژونکي رول لوبوونکی بې ګناه ماشوم هم د لوبې په جریان کې په رښتیا په دار ځوړند کړی وو.
یوه بله پېښه هم را یاده شوه. د لندن په یوه بڼ کې کوچنیو ماشومانو د واده لوبه کوله. دوه تنکیو ماشومانو له ځانه ناوې او زوم جوړ کړی وو او کلیسا (د بڼوال خېمې) ته ننوتي وو. له هغه وروسته دواړو یو کوچنی کېک پرې کړی او ټولو په ګډه خوړلی وو. ورپسې «ناوې» او «زوم» په یوه مېز باندې په پټو سترګو ناست وو. څه ځنډ وروسته «ناوې» سترګې پرانیزي او «زوم» ته يې وايي: «زه امیندواره یم».
وینئ چې خبره له کوم ځای نه تر کوم ځایه رسېدلې! په دې عمر کې ماشومان غواړي چې داسې لوبه ولوبوي چې زړه راښکونکې پېښې ولري او هره برخه يې په ترتیب ترسره شي.
په خپلکاره توګه خوځند لوبتوکي، چړې، لرلیدوني او ځلېدونکي څیزونه په دې عمر کې د ماشومانو د خوښې لوبتونکي وي او ونو ته ختلو، ښویېدلو، منډې وهلو، پټېدلو، جنګېدلو او په حیواناتو پسې منډو وهلو نه ډېر زیات خوند اخلي.
تر زلمیتوب دمخه لوبې
تر زلمیتوب دمخه لوبو کې جنسي اختلافات هم ور ګډ شي. په دې وخت کې په لوبو کې شور او زوږ تر ډېره کم او خوځښت زیاتېږي او د یوې لوبې په ځای له ګڼو لوبو سره یې علاقه پیدا شي. له نورو نه د لوبې ګټلو او امتیازي مقام لاسته راوړلو هیله يې ډېره زیاته زوروره شي. په وخت کې ماشومان د منډو ترړو د ساده لوبو پر ځای د مبارزې او مقابلې له لوبو سره لېوالتیا ښيي. کرکټ، باسکټ بال، هاکي، فټ بال او داسې نورو لوبو سربېره، لامبو-وهنه، تفریحي ځایونو ته تلل او هر وخت د بایسکل چلونې هیلې يې په ولولو شي. دغه راز، د اس او موټرسایکل ځغلونې مینه يې په څپو شي. په ډېرو ملګرو سربېره د یوه «پوخ ملګري» موندلو هیله يې زرغونه شي. که یو خوا نجلۍ داسې ملګرې لټوي چې د زړه له اخلاصه ورسره د «راز» خبرې وکړای شي؛ نو بل خوا هلک هم د خپل جنس یو داسې ملګری لټوي چې «راز داره» يې شي.
همدا هغه وخت دی چې د ماشومانو لوبډلې، ټیمونه او پارټۍ جوړېږي. په دې دوره کې ماشومان د کوچنیو لرګینو وسایلو او د کور د ورځنیو توکو په جوړولو او د برېښنايي او نورو وسایلو په ترمیم کې ډېر زیات بوخت وي. نجونې له ګنډلو، اوبدلو او خامک سره بې بریده لېوالتیا ښيي. د «لاس د صفايي» لوبې، تاش او د عاشقي و معشوقي ذوق يې لوړ شي. په دې دوره کې د ماشومانو د مطالعې په انتخابونو کې هم پراخه تنوع راځي، نو په دې ځای کې د لوڅو ادبیاتو، فحشو فلمونو او بې هدفه ټلویزوني خپرونو په باره کې مناسبه لارښوونه ورته ډېره زیاته ګټه کولی شي.