کتاب: د ماشوم ارواپوهنه
لیکوال: ډاکټر عبدالرؤف
ژباړه: رحمت شاه فراز
دوهمه برخه
———————————–
د ماشومانو د مطالعې اندونه او میتودونه
شلمه پېړۍ د «ماشومانو پېړۍ» ده. په دې عصر کې انسان د ماشومانو د فطرت، ذهني او بدني ودې او سمې لارښوونې اړوند مسایلو خورا ډېر کار وکړ. له ماشومانو سره زموږ لېوالتیا ورځ تر بلې زیاتوالی مومي او نن ورځ په دې برخه کې په ډېر جدیت لګیا یو. بېلا بېل علوم په تېره بیا ارواپوهنه راته د ماشوم په مطالعه کولو کې خورا ګټورې لارښوونې کوي. د دې موخې لپاره ځای، ځای تخصصي ادارې او کلینکونه پرانیستل شوي، چې هلته د ماشومانو د ژوند پر بېلا بېلو برخو پراخه څېړنې او تجربې کېږي.
نن ورځ موږ د ماشومانو په علمي مطالعه کې ډېر زیات پرمختګ کړی، خو زموږ پلرونو او نیکونو د ماشومانو د فطرت په باره کې څه نظریات درلودل؟ د ماشومتوب د ژوند پر بېلا بېلو اړخونو باندې د پوهېدو لپاره هغوی له کومو ځانګړو او دلچسپو میتودونو څخه ګټه اخیستله؟ په تېر مهال کې زموږ فکري بهیر په دې برخه کې د حقیقت په لټه له کومو ازغنو دښتو څخه تېر شوی؟ د دې ټولو پوښتنو د ځواب لپاره د هغو میتودونو او نظریاتو تحلیل ډېر زیات اړین دی، چې تر نن ورځې پورې په ماشومانو د پوهېدو او د هغوی د ودې او پرمختګ په باره کې وړاندې شوي دي.
په ماشوم کې د «آدم ع ګناه» شته
د آدم ع د ګناه نظریه ډېره زړه ده. دا چې حضرت آدم ع د خدای له امر نه په سرغړونه یوه ګناه ترسره کړې وه، له همدې امله د دې نظریې له مخې هر انسان ته د «آدم ګناه» په ارث رسېږي او د ماشومانو په ټولو ارمانونو، لېوالتیاوو او خوځښتونو کې د دې جدي او فطري «ګناه» څرک موجود دی. له یاد اند سره سم، د ماشومانو لوبې د هغوی د «ګناهګارۍ» تمایل منعکسوي. په همدې سبب د هغه د «ګناهګار زړه» د اصلاح لپاره کلک «تأدیبي» نظم او ډسپلین ته سخته اړتیا وي او د دې لپاره چې ماشوم یو متمدن ښاري شي، له ماشومتوب څخه لا باید تر کلک نظم او ډسپلین لاندې وساتل شي او سختې بدني سزاوې ورکول شي.
د دې جاهلانه مفکورې مخالفت لومړی روسو وکړ. نوموړي وویل چې هر ماشوم فطرتاً نېک دنیا ته راځي او وروستني ناوړه ټولنیز اثرات په ماشوم کې د «ابلیسي» شخصیت تمایل پیدا کوي. ماشوم ته یوازې د دې لپاره سزا ورکول چې د بدۍ رجحان پکې موجود دی، یو ډېر ناسم کار دی. له سوچ او فکر پرته وهل ډبول ماشوم لا زیات له لارې باسي. بدي زموږ په خټه کې نه اغږل کېږي، بلکې زموږ د تجربو نتیجه وي. خو نن ورځ داسې خلک هم شته چې د «آدم د ګناه» دغه پوچه نظریه سمه ګڼي او دغه ډول نا اهله ښوونکي او والدین د نظم او ډسلپین په نوم ماشومانو ته په وړو، وړو تېروتنو په سزا ورکولو عادي شوي وي.
دې ته ورته یوه بله غیر علمي مفکوره دا ده چې په ماشومانو کې د ښه او بد تصور د زوکړې له ورځې موجود وي او همدا فطري او میراثي افکار د ماشوم د چلند محرک ګرځي. د دې اند له مخې تعلیم او ماحول د ماشوم د اصلاح لپاره اصلاً بېوسه دي. انګرېز مفکر جان لاک دغه دقیانوسي اند رد کړ او په ډاګه يې کړه چې د زوکړې پر مهال د ماشوم ذهن د سپینې پاڼې په څېر صفا وي او ارث نه، بلکې د ماشوم خپله تجربه د ښه او بد تصور پرې انځوروي. د روسو په څېر، جان لاک هم د ماشومانو د ودې او ارتقا لپاره د چاپېریال او تجربې اهمیت ته ډېر زیات زور ورکړ. نوموړي والدین او ښوونکي د ماشومانو د ودې لپاره د غوره چاپېریال چمتو کولو ته وهڅول او د «تأدیبي اهدافو» لپاره يې د رټنو او سزاګانو له استعمال سره کلک مخالفت څرګند کړ.
ماشوم مازې «کوچنی بالغ» دی
«ماشوم د بالغ انسان کوچنی غوندې انځور دی». دا اند هم په نولسمه پېړۍ کې زموږ پر تخیل ډېر زیات مسلط وو. د دې اند له مخې د ماشوم د فکر طرز، د هغه لېوالتیاوې او حرکات ټول د بالغ وګړو په څېر وي او توپیر یې یوازې دومره وي چې د لویانو په پرتله د ماشومانو د حرکتونو او فعالیتونو معیار یو څه راټیټ وي او دا چې ماشوم به یوه ورځ یو بالغ ښاري وي، د همدې لپاره پکار ده چې له ماشومتوب څخه لا د هغه تربیه په داسې جدي ډول ترسره شي چې کله لوی شي نو د یوه بالغ د مسؤلیتونو بوج په ښه ډول وزغملی شي. له لومړۍ ورځې لا باید په مهمو کارونو کې د برخې اخیستو تربیه ورکول شي او په عبثو کارونو او لوبو کې يې باید عمر ضایع نه شي.
روسو له دې نظریې سره هم مخالفت وښوده. نوموړي وویل چې ماشوم یوازې کوچنی بالغ نه دی، بلکې یو وسیع، منفرد او په زړه پورې شخصیت هم لري. ماشوم یوازې د یوه بالغ انسان کوچنی قالب نه دی، بلکې تر ډېره بریده یو بېل او خپلواک فرد هم دی. د ده د خوښې فعالیتونه او انفرادي ارمانونه له بالغو وګړو څخه ډېر زیات مختلف دي او تنکی شخصیت يې د جذباتو او ارمانونو اصلاً یوه جلا نړۍ وي. د تعلیم هدف باید یوازې دا نه وي چې ماشوم د بالغ ژوند لپاره چمتو کړي، بلکې د ماشوم د اوسنیو تقاضاوو له مخې د هغه د شخصیت بېلا بېل پړاوونه هم باید مناسبه وده وکړي.
ځینې ناپوه مور او پلار د «د ادب او تربیې» په ټس کې له کوچنیوالي څخه لا په ډېر شدت او جدیت د ماشوم شا ونیسي. بل لوري ته، د هغو ښوونکو کمی هم نشته چې د عمر په لومړیو کې لا پر دې زور ورکوي چې ماشوم د ریاضي ستونزمن اصول، د ګرامر وچ قوانین او د ژوند پېچلې غوټې په یادو زده کړي. زموږ د جوماتونو زیاتره دقیانوسي ملایان غواړي چې د ماشومانو تنکی ذهن د عمر په لومړیو پړاوونو کې لا د تقوا او سپېڅلتیا په ټولو اصولو بشپړه برلاستیا ولري. دې ډول والدین، ښوونکي او ملایان د همدې ورستې مفکورې پلویان برېښي چې د ماشومتوب ارمانونه دې په پام کې نه نیول کېږي او له لومړۍ ورځې لا باید ماشوم د یوه مسؤلیت منونکي بالغ ژوند لپاره په جدي ډول اماده کړای شي.
د ودې پړاوونه
د ډاروین د «د انواعو پیل» د نظریې په تاثر کې سټينلې هال دې پایلې ته ورسېد چې د بدني ودې په څېر د ماشوم ذهني او ټولنیزه وده هم بېلا بېل پړاوونه لري او ماشوم په منظمه توګه د ارتقا له بېلا بېلو پوړونو څخه تېرېږي، چې دغه پوړونه د بشري پښت د ارتقا د بېلا بېلو پړاوونو استازیتوب کوي.
د مثال په ډول که د ماشوم خوښېږي چې د خپل ژوند په کوم پړاو کې ونو ته پورته شي، نو د نوموړي دغه ماشومانه کړنه د بشري نسل هغه دور تداعي کوي چې انسان به په ونو کې ژوند کاوه. په همدې ډول، له تفریح او سیاحت سره د ماشوم مینه یا له کور او ښوونځي څخه د تېښتې لېوالتیا زموږ لرغونی کوچیانی ژوند منعکسوي. دغه راز، په ماشومانو کې له لویو، لویو پاڼو څخه د جامو جوړولو او اغوستلو شوق او پټ پټانی او دې ته ورته نورې لوبې د بشري نسل د ابتدايي ښکاري ژوند ترجماني کوي.
په توره او توپک د جګړو ماشومانه لوبې به شاید زموږ د هغه معاصر ژوند انځورګري کوي، چې په هغه کې له دا ډول فعالیتونو سره علاقه تقریباً یو «موډ» ګرځېدلی دی. یاده نظریه د «تمدني بیاپېښېدنې» په نوم یادېږي. دغه اند راته وايي چې د ماشومانو وده خاص پړاوونه لري، چې د انساني تکامل د پېړیو، پېړیو عمل په وړه پیمانه د ماشوم د شخصیت په بېلا بېلو پړاوونو کې په لنډ ډول را ښکاره کېږي.
دغه نظریه هم غیر علمي برېښي، ځکه د ماشومانو د ودې په برخه کې پراخه اختلافات لیدل شوي دي. په دې سربېره، ماشومان د خپل شخصیت د ودې په پړاوونو کې ارومرو له ټاکلو او منظمو پوړونو څخه په یوه ټاکلي ترتیب نه تېرېږي، بلکې د هغوی په وده کې غیر عادي تنوع او لوړې او ژورې هم را ښکاره کېږي.
د ماشومانو د ژوند مطالعه
د ماشومانو د مطالعې یوه تګلاره دا هم ده چې د هغوی د ژوند بېلا بېل پړاوونه پرلپسې مطالعه شي او بیا د جمع شويو موادو په اساس د ماشومانو د فطرت په اړه کلي اصول وضع شي. په دې برخه کې، د ارواپوهانو په پرتله ډاکټران مخکې شوي دي، چې لومړی د جرمني ډاکټر ټایډمن د ماشومانو پر ابتدايي ذهني ودې اوږده مقاله ولیکله، ورپسې الکات د خپلې مشرې لور اینا د بدني، ذهني او اخلاقي ارتقا د ټولو اړخونو مشاهدات د کتاب په بڼه را ټول کړل. د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې ټین «د تي خور ماشوم پر وده» خورا علمي مقاله ولیکله. په راتلونکي کال ډارون خپل ۳۷ کلن مشاهدات «د یوه تي خور ماشوم د ژوند انځور» تر عنوان لاندې خپاره کړل.
د دې لومړیو سرلارو او د ماشومانو د خوځښت د مخکښ سټېنلې هال د پرلپسې هڅو په برکت د ماشومانو د ساینسي مطالعې ذوق وده وموندله. په علمي مشاهدو سربېره، بې شمېره والدینو هم د خپلو ماشومانو د ذهني او بدني ودې ریکارډونه خوندي کړل او د ماشومانو د ژوند بې شمېره با ارزښته څېړنیز اثار هم خپاره شول. خو دا چې ګڼو ناپېژانده کسانو هم د مطالعې دغه میتود کارولی وو، نو د ماشوم څېړنې دا لاره هم بدنامه شوه. یو شمېر بې تجربې مشاهده کوونکو د تنکي ماشوم په چلند کې د بالغو افکارو انځور لیده، چې په دې ډول يې اصلي حقایق د ځاني تاویلاتو قرباني کړل.
د ژوند د مطالعې په تګلاره کې لوی عیب همدا دی، چې د مشاهده کوونکي شخصي تعصب پکې ډېره زیاته لاسوهنه کولی شي. موږ هسې هم دا ضعف لرو چې د خپلو ماشومانو د مطالعې په وخت کې د هغه ښو اړخونو ته ډېر پام کوو او عیبونه يې ډېر په پام کې نه نیسو. په دې سربېره، په دغه ډول یوازې د یوه ماشوم د غیرعلمي مطالعې له مخې د ټولو ماشومانو د ودې په باره کې عمومي اصول وضع کول هم ناسم کار دی.