کوچني د خپل زیږېدو څخه یوه ورځ مخکې له خدای(ج) څخه پوښتنه وګړه:
ـ وایي چې ما سبا ځمکې ته استوي، زه به هلته څرنګه ژوند وکړی شم، زه خو ډېر وړکی او بې ملاتړه یم.
خداوند(ج) ځواب ورکړ:
– زه تا ته یوه ملایکه درکوم چې ستا غمخوري به کوي.
کوچني لږ فکر وکړ او بیا یې وویل:
– زه دلته یوازې سندرې بولم او خاندم، دا زما د نېکمرغي لپاره بسنه کوي.
خداوند(ج) ځواب ورکړ:
– ستا ملایکه به تا ته سندرې بولي او تا ته به خاندي، ته به د هغې په مینه پوهېږې او نېکمرغه به وې.
کوچني په ځیر خداوند(ج) ته وکتل او پوښتنه یې وکړه:
– ښه! زه به د هغې په خبرو څه پوه شم، زما خو د هغې ژبه نه ده زده؟ که زه وغواړم چې ستا په لاره برابر شم نو څه باید وکړم؟
خداوند(ج) د کوچني په سر کرار لاس راتېر کړ او ور ته ویې ویل:
– ستا ملایکه به ستا لاسنیوی وکړي او تا ته به عبادت در وښیي.
کوچني وروسته له دې پوښتنه وکړه:
– ما اورېدلي دي چې په ځمکه کې بدي هم شته، څوک به زما ملاتړ وکړي؟
– ستا ملایکه به ستا ملاتړ کوي، هغه به خپل ژوند په خطر کې اچوي خو ستا ملاتړ به کوي.
– زه به خواشینی وم چې وروسته له دې تاسو نشم لیدلی…
– ستا ملایکه به تا ته زما په برخه کې هر څه ووایي او تا ته به هغه لار دروښیي چې په هغې ما ته ځان را ورسوې.
په دې وخت کې د ځمکې څخه آوازونه راغلل نو ځکه کوچني په بیړه پوښتنه وکړه:
– خداونده، تاسو ما ته ووایاست چې زما د ملایکې نوم څه دی؟
– د هغې نوم مهم نه دی، ته به هغې ته مور وایې.