لیکوال: ډاکټر عبدالرؤف
ژباړه: رحمت شاه فراز
پنځمه برخه
———————————–
د لوبو د مطالعې میتودونه
والدین او ښوونکي باید د ماشومانو لوبې په غور مطالعه کړي او دا مالومه کړي چې ماشومان له لوبو سره تر کومه بریده لېوالتیا لري او د بېلابېلو لوبو لپاره څه ډول ملګري او څنګه چاپېریال خوښوي. د دې مطالعې لپاره راز، راز علمي میتودونه په کار وړل شوي.
د ماشومانو د لوبو د مطالعې څو مشهور میتودونه په لاندې ډول دي:
۱) د پوښتنلیک میتود
۲) د مشاهدې میتود
۳) د خبرو اترو میتود
۴) تجربوي میتود
د پوښتنلیک میتود
په پورتنیو خبرو د پوهېدو یو میتود دا دی چې د بېلا بېلو لوبو په تړاو د عام فهمه پوښتنو نوملړ جوړ شي او له دول، ډول ماشومانو څخه يې ځوابونه وغوښتل شي. دغه میتود د پوښتنلیک میتود بلل کېږي. مثلاً:
کومه لوبه دې تر ټولو ډېره خوښېږي؟
آیا پوکاڼې ډکول دې خوښېږي؟
آیا توپ ډنډه دې خوښېږي؟
آیا د پوستي ټکټونو له ټولولو سره مینه لرې؟
له کومو ملګرو سره دې د پټ پټاني لوبه خوښېږي؟
د پهلوانۍ لپاره دې کوم ځای خوښ دی؟
د ماشوم په ځوابونو کې د هغه د لوبو د رحجانونو په باره کې تر ډېره بریده دقیق معلومات ترلاسه کولی شو. د پوښتنو مخې ته ځینې وختونه څو متبادل ځوابونه هم لیکل کېږي او ماشوم ته ویل کېږي چې سم ځواب په نښه کړي. مثلاً: باران ورېږي، غواړې د کور دننه کومه لوبه وکړې؟
الف) لوډو ب) د نانځکې واده جوړول ج) رسامي کول د) شطرنج
د مشاهدې میتود
د ماشومانو د لوبو د مطالعې یوه مستقیمه لاره هم شته چې د ماشومانو لوبغالي ته ورشې او په علمي بڼه دا ټکي مطالعه کړې چې د هغې لوبې نوعیت څه دی؟ آیا ماشوم زیاتره وختونه برخه پکې اخلي او که يې علاقه بدلېږي را بدلېږي؟ ملګري يې له دې لوبې سره څومره علاقه لري؟ د لوبو په اوږدو کې يې لانجه راځي او که نه او که لانجه جوړېږي نو پرېکړه يې څنګه کېږي؟ آیا دغه لوبه یوازې تفریحي لوبه ده او که تر شا یې کوم ښوونیز یا ټولنیز هدف هم شته؟ د لوبو دا ډول علمي مطالعې ته د مخامخ مشاهدې میتود ویل کېږي.
د خبرو اترو میتود
له ماشومانو سره د مخامخ لیدنې او خبرو اترو له لارې هم د لوبو په اړه د هغوی تمایلات معلومولی شو. په دې میتود کې تاسو د ماشوم په خوا کې کېنئ او په نرمه ژبه ترې پوښتنې کوئ: ته کومه لوبه کوې؟ د لوبې په ډګر کې دې څومره ملګري پیدا کړي؟ په ښوونځي کې د کومې لوبې په ټیم کې شامل یې؟ که دې په لوبه کې لانجه را شي، څه به کوې؟ د ماشومانو له راډیويي او ټلویزوني خپرونو سره څومره علاقه لرې؟ او داسې نور.
تجربوي میتود
نن ورځ د لوبو د مطالعې تجربوي میتود ډېر زیات منل شوی میتود دی. په دې میتود کې د ماشومانو د لوبو منظمه او هر اړخیزه مطالعه کېږي او ټولې مهمې خبرې په منظم ترتیب لیکل کېږي. ځینې ماشومان ډېر شرمناک وي، او کله چې پوه شي یو څوک يې څاري نو شرمېږي او په خلاص زړه لوبه نه شي کولی. پر دې ستونزې د برلاستیا لپاره د ماشومانو ارواپوهانو یوه داسې پرده جوړه کړې چې له یوې خوا نه يې د بل لوري ټول شیان ښکاري، خو له هغه لوري د دې خوا هېڅ شی هم نه لیدل کېږي. دغه «یو طرفه پرده» د لوبو په ځای کې نصبېږي او ارواپوهان يې شا ته کېني او په دقت سره لوبېدونکي ماشومان څاري. ماشومان چې پر دې نه پوهېږي چې څوک يې څاري، ډېر بې باکه په لوبو کې لګیا وي.
ارواپوهان د ماشومانو ټول خوځښتونه، کړنې، خبرې او داسې نور ورسره یاداښت کوي او چې لوبه پای ته ورسېږي نو خپل مشاهدات تحلیلوي، چې د همدې له مخې بیا په لوبه کې د مناسبو بدلونونو وړاندیز ورته کېږي او د ماشومانو د نیمګړتیاوو په باره کې والدینو او ښوونکو ته ګټورې مشورې هم ورکول کېږي. تر مختلفو وقفو وروسته دا هم په ډاګه کېږي چې په لوبه کې بدلون او د ماشومانو مناسبه لارښوونه پر دوی څومره اغېز پرېباسي. د دې مشاهدو او ګټورو سپارښتنو په مټ هڅه کېږي چې د ماشومانو د لوبو لپاره یوه معیاري او مثبته فضا رامنځته شي. په غربي هېوادونو کې د ماشومانو د ارواپوهانو دغو هڅو تر ډېره بریده کامیابه پایله لرلې ده.