یوه ورځ یو وږی لېوه چې له لوږې څخه په لار نشو تللی شپانه ته راغی او له هغه څخه یې ډوډۍ وغوښتله. شپانه هم هغه ته یوه لویه ټوټه ډوډۍ ورکړه. لېوه چې کله ډوډۍ وخوړه نو ويې ویل:
– ستاسو، انسانان ډوډۍ څومره خوندوره ده. که چېرې موږ داسې خواړه خوړلی نو ستاسو پسونه به مو نه داړل. ډا ډوډۍ څرنګه لاسته راځي؟
شپانه وویل:
– د ډوډۍ لاسته راوړل ډېر کار غواړي. لومړی ځمکه باید کولبه شي.
لېوه د شپانه خبرې غوڅې کړې او ویې ویل:
– نو ډوډۍ په لاس راغله او خورو به یې؟
– نه. ته لږ زغم وکړه. وروسته بیا په ځمکه کې تخم شیندل کېږي.
– نو ډوډۍ په لاس رځي او خورو به یې؟
– ته لږ زغم وکړه . ما خو تا ته وویل چې د ډوډۍ لاسته راوړل ډېر کار غواړي.
شپانه لېوه ته د بزګري د ټولو هغو کارونو لړۍ پیل کړه چې څرنګه حاصل ته انتظار وباسي، بیا هغه راتولوي او دلۍ کوي یې، بیا یې وچوي او میده کوي یې، له میده کولو وروسته یې په ژرنده کې اوړه کوي او بیا وروسته له دې ډوډۍ ځنې پخوي.
لېوه د شپانه د هرې خبرې په پای کې همدا پوښتنه کوله چې:« ډوډۍ په لاس راغله او خورو به یې؟» هغه په پای کې وویل:
– انسانانو، ستاسو خواړه ډېر خوندور دي خو ډېر په سختي لاسته راځي. زموږ لپاره به ښه دا وي چې ستاسو په پسونو بریدونه وکړو.