د روسیې د خلکو کیسه
د ګل جان صابر ژباړه
وه نه وه یوه وزه وه چې واړه وزګوړي يې لرل. وزه به ځنګل ته تلله هلته به یې تازه واښه خوړل او سړې اوبه به یې څښلې. وزه به چې کله ووتله وزګوړیو به جونګړه پسې کولپ کړه او په خپله به هېچېرې نه تلل. وزه به چې کله راوګرزېدله، دروازه به یې وټکوله او دا سندره به یې وبلله:
وزګوړیو، وړکیو!
ور خلاص کړی، ور خلاص کړی!
ستاسو مور راغله- شېدې یې راوړې
شېدې زغلي په تیو کې
د تیو نه کوښکو ته تویېږي
د کوښکونه په سپېره ځمکه تویېږې
وزګوړیو به ور خلاص کړ او مور به جونګړې ته ور ننوتله. مور به وزګوړیو ته شیدې ور کړې او بیا به ووتله. وزګوړیو به ور ښه کلک پسې بند کړ.
یوه ورځ لېوه وزې ته غوږ ونیو چې هغه څه ډول سندره بولي. کله چې وزه ولاړه لېوه د هغې جونګړې ته راغی او په ډډ غږ یې وویل:
– تاسو وزګوړي!
تاسو وړکي!
ور خلاص کړی،
ور خلاص کړی،
ستاسو مور راغله،
شیدې یې راوړې.
کوښکې له اوبو ډکې
وزګوړیو ځواب ورکړ:
– اورو یې، اورو یې- دا غږ زموږ د مورکې نه دی! زموږ د مورکې غږ ډېر نری دی، داسې ډډ نه لکه ستا.
لېوه هېڅ نه شوه کولی. هغه پښ ته ورغی چې ستونی یې داسې ورجوړ کړي چې نری غږ ترې راووزي. پښ د لېوه ستوني داسې وټکاوه چې نری غږ ترې راووزي.
لېوه بیا هم د وزې جونګړې ته راغی او هلته نږدې په بوټو کې پټ شو.
دا دي وزه راغله، ور یې وټکاوه او سندره یې پیل کړه:
وزګوړیو، وړکیو!
ور خلاص کړی، ور خلاص کړی!
ستاسو مور راغله- شېدې یې راوړې
شېدې زغلي په تیو کې
د تیو نه کوښکو ته تویېږي
د کوښکونه په سپېره ځمکه تویېږې
وزګوړیو خپلې مور ته ور خلاص کړ او وزه جونګړې ته ننوتله. وزګوړیو مور ته کیسه وکړه چې څرنګه لېوه راغلی و او غوښتل یې چې دوی وخوري.
وزې خپلو وزګوړيو ته شیدې ورکړې او په کلکه يې ور ته وویل:
– کوم څوک چې جونګړې ته راشي او ستاسو څخه په ډډ غږ غوښتنه وکړي، هېڅ ځواب مه ورکوی، لکه چې ما په ځلونو تاسو ته ویلي دي- ور هېچا ته مه خلاصوی او هېڅوک جونګړې ته مه را پرېږدی.
کله چې وزه ولاړه لږ وروسته لېوه جونګړې ته راغی ور یې وټکاوه او په ډېر نري آواز یې وویل:
– وزګوړیو، وړکیو!
ور خلاص کړی، ور خلاص کړی!
ستاسو مور راغله- شیدې یې راوړې
شیدې زغلي په تیو کې
د تیو نه کوښکو ته تویېږي
د کوښګو نه په سپېره ځمکه تویېږي
وزګوړیو ور خلاص کړ، لېوه جونګړې ته ورننوت او ټول وزګوړي یې وخوړل، یوازې یو وړوکی وزګوړی په نغري کې ځنې پټ شو.
وزه چې کله راغله هر څومره چیغې یې چې وکړې هېچا ځواب ور نکړ. هغې چې خلاص ور ولید په بيړه جونګړې ته ننوته که ګوري چې یو وزګوړی هم نه شته. وزې چې کله نغري ته ور وکتل یو کوچنی وزګوړی یې پیدا کړ.
وزه چې کله په خپله بدمرغي خبره شوه د وره په خوله کې غمجنه کېناستله، ښه ډېر یې وژړل او ویل یې:
– ای زما بچیانو، وزګوړیو!
ولې مو ور خلاص کړ، بدغوني لېوه وخوړلی.
لېوه چې د وزې دا خبرې واورېدلې د جونګړې څنګ ته راغی او هغې ته یې وویل:
– ته ولې په ما پسې تومت وایې؟ ما ستا وزګوړي نه دي خوړلي. د ډېر غم خوړلو نه ښه ده چې ځنګل ته ولاړ شو او وګرزو.
دوی ځنګل ته ولاړل، په ځنګل کې یو ژور ځای و او په هغه کې اور بلېده. وزې لېوه ته وویل:
– لېوه، راځه وګورو چې څوک د دې ژور ځای څخه ټوپ وهلی شي؟
هغوی په ټوپ وهلو پیل وکړ. وزې د ژورې اخوا ته ټوپ واچاوه خو لېوه چې کله ټوپ واهه د اور په منځ کې راولوېد.
د لېوه خیټه د اور له امله وچاودېده، وزګوړي ټول ژوندي ځنې راووتل او مور ته په ټوپو ورغلل. هغوی د پخوا په څېر بیا ژوند له سره پیل کړ.
د ژباړونکي یادونه:
دا کیسه زموږ په کلیوالي سیمه کې د کوچنیانو لپاره د په زړه پورې کیسو د ډلې څخه یوه وه (البته په دې بڼه نه بلکه دې ته ورته )چې د شپې لخوا په ډېرو کورونو کې کوچنیان د هغې په مرسته ویده کېدل.