ليکوال: ډاکټر فرزاد طباطباني
ژباړن: رفیع الله آرمان
لومړۍ برخه
په ډېرو مواردو کې ګرانه ده چې ماشومان له موبایل څخه منع کړئ، زموږ په جيبونو کې پراته موبایلونه د نړۍ یوه پر مختللې ټکنالوژي ده، او ود ورځې مود یا فېشن ګرځیدلی دی. تقریباً د ټولې نړۍ وګړي ورته لاس رسی لري، او له اسانتیاوو يې ګټه اخلي.
دغه وسيله له خپلو ټولو ښېګڼو سره سره، د ستونزو او ننګونو سرچينه هم کېدای شي په ځانګړي ډول که د کم عمره ماشومانو لپاره د اوږد مهال لپاره په لاس ورکړل شي. باید د هغه د منفي اثراتو له پيژندلو سره سم یې د کارونې چاره وشي او د زیانونو يې مخنيوی وشي.
آیا ماشومان باید د موبایل له کارونې منع کړو؟
نن ورځ په داسې نړۍ کې ژوند کوو چې ورځ تر بلې د پرمختګ او نوي والي په لور روانه ده. له موبایل او تبليتونو سره د ماشومانو مشغولا د ډيريدو په حال کې ده. ماشومان په کم عمر کې له خپلو میندو او پلرونو موبایل په زور او رضا اخلي.
له ځيرک موبایلونو سره د ماشومانو لوبې د دې نړۍ حتمي اړتیا ده. نو په دې اساس نه شو کولی چې خپل ماشومان له دې وسيلې څخه منعه او محروم کړو.
البته لکه مو ماشومان په نامحدود ډول له موبایله کار اخلي او موږ یې مخه ونه نیسو، دا بیا تېروتنه ده.
ماشومانو ته د موبایل زيانونه
د ماشومانو له لوري د ځیرک موبایل زیات کارول پر جسماني صدمی سربيره د ماشومانو په اخلاقو او کړنو هم څرګند اغېز پريږدي. جسمي او رواني زیانونه په لاندې ډول بیانوو.
ډاکټرانو ثابته کړې ده چې له موبايل سره د ماشومانو ډيره مشغولا د هغوی سترګو ته زیان اړوي، په اوږد مهال کې د ماشوم د سترګو عصبي سيستم ته زیان اړولی شي. موبايل ته د اوږد مهال لپاره د ماشومانو کتل، د ملاتونين په ترشح کې ځنډ را منځ ته کوي او ماشوم ناوخته ويده کيږي. د خوب کیفیت د موبایل په کارولو سره ښکته راځي.
په ماشومانو کې د وزن ډیروالی
هغه ماشومان چې له اندازې ډېر له موبایل يا تبليت سره لوبې کوي، جسمي فعالیت يې کميږي، او په نتيجه کې چاغيږي او وزن يې زياتيږي. د وزن ډېروالی او د خوب ستونزې د نورو ستونزو لکه د زړه او شکرې ناروغي، او سکتې سربيره ډېر نور زیانونه هم لري.
د موبایل له ډېرې کارونې د ماشوم مغز او اوريدو ځواک ته زیان
له موبايل څخه داسې وړانګې خپريږي چې په اوږد مهال کې په مغز باندې خپل تاثیر پريږدي، او کیدی شي چې د مغزي تومور د رامنځ ته کېدو سبب شي. دغه ډول له ټيلفون څخه ډېره استفاده، په هغه کې خبرې کول او غوږ ته نږدې نيول، د مغز د همغې برخې د ګرمېدو سبب کيږي، او کيدی شي ناوړه اثرات ولري.
له بلې خوا د هیډفون او غوږويو اوږد مهاله کارونه، په ځانګړي ډول په لوړ غږ په هغه کې موسيقي اوريدل، د اوريدولو سیستم کمزوری کوي.
په غړو او ملا کې کمزوري
هغه ماشومان چې د اوږد وخت لپاره له خپل موبایل سره بوخت وي، په داسې وضیعت کې وي چې لاسونه او د ملا تير يې د خطر او زيان او فشار سره مخ وي، کیدی شي د ماشوم عضلې کمزورې شي.
۵ په نورو ماشومانو کې منزوي کيدل
له موبایل سره د ماشوم ډيره مشغولا د دې سبب کيږي چې ماشوم ځان منزوي احساس کړي، تر څو حقيقي باندينۍ نړۍ ته را وګرځي، له نورو او همزولو سره اړيکه ټينګه کړي. په پایله کې ټولنيزې اړيکې په ښه ډول نه شي زده کولی، يوازيتوب ته پناه وړي او منزوي کيږي.
اعتیاد او په نورو اتکا
یو له هغو زیانونو څخه چې ډېر جدي دی، په ټیلفون او تبلیت باندې معتاد کېدل دي. په حقیقت کې کیدی شي ماشوم دومره له هغه سره تړاو پیدا کړي چې کله ورسره نه وي، د اندېښنې احساس ولري او ناکراره وي.
دغه ډول افراد د خپل موبایل سره په وسواس اخته کيږي، او پرته له دې چې کوم کار پکې وکړي، بیا بیا يې سکرين روښانه او خاموشه کوي. یا کیدی شي تل فکر وکړي، چا ورته زنګ وهلی یا مسج ورته راغلی.
۷ . په زده کړه کې خنډ
هغه ماشومان چې ډیر وخت په خپل موبایل کې تيروي، نه يوازې دا چې له ټولنيزو اړيکو لرې پاتې کيږي، بلکې د یادولو_ حفظ کولو فرصت يې نور هم محدوديږي، او د واقعي چاپیریال د پراختیا پر ځای، خپل ځان نور هم را نغاړي.
او په حقیقت کې کيدی شي ماشومان خپل ډیر وخت په خپل موبایل کې په بوختیا ضایع کړي، چې دغه فرصت کیدلی شوای چې ګټورو کارونو ته ورکړل شوی وای.
۸ ۰ ژر بلوغ ته رسېدل
موبايل او انټرنيټ ته د ماشومانو نا محدود لاس رسی کولی شي هغه داسې نړۍ ته ننباسي، یا له داسې مسایلو سره آشنا کړي، چې د هغه د عمر لپاره مناسب نه وي. دا مسئله کیدی شي د ژر بلوغ سبب شي. موږ په ډيری مواردو کې د ماشومانو له وخت مخ کې بلوغ شاهدان يو، چې د هغوی لپاره ستونزې رامنځ ته کوي.