لیکواله: ولانتینا اوسییوا
مور کولیا ته رنګه پنسلونه ډالۍ کړل.
یوه ورځ کولیا ته د هغه ملګری ویتیا راغی او ور ته ویې ویل:
– راځه چې رسمونه وکاږو!
کولیا د مېز په سر د پنسلونو کوتی(ډبلی) کېښود. په کوتي کې یوازې دری پنسلونه وو: سور، زرغون او آسماني شین.
ویتیا پوښتنه وکړه:
– نور پنسلونه چېرې دي؟
کولیا اوږې وښورولې او ويې ویل:
– ما هغه نورو ته ورکړل: نسواري زما د خور ملګرې واخیست، هغې باید د کور بام رنګ کړی وای؛ ګلابي او آبي ما زموږ یوې ګاونډۍ نجلۍ ته ډالۍ کړل، هغې خپل ورک کړي وو…تور او زیړ زما څخه پیتیا واخیستل، هغه دا رنګه پنسلونه نه لرل.
د کولیا ملګری حیران شو او ویې ویل:
– ته خو پخپله اوس رنګه پنسلونه نه لرې. ستا هغه نه دي په کار؟
– نه، پنسلونه زما ډېر په کار دي، هسې داسې پېښه شوه چې ما نشوه کولی چې پنسلونه هغوی ته ور نکړم!
ویتیا پنسلونه د کوتي څخه را وایستل، په لاس کې یې اخوا دېخوا کړل او ویې ویل:
– ته هسې هم دا پنسلونه کوم چا ته ور کوې نو ښه ده چې ما ته یې راکړې. زه یو رنګه پنسل هم نه لرم!
کولیا تش کوتي ته وکتل او په ټیټ غږ یې وویل:
– چې داسې پېښه ده نو وایې خله.