د برما د خلکو کیسه
ژباړونکی: ګل جان صابر
په یوه کلي کې انا، مور او لمسی اوسېدل.
یوه ورځ مور د کروندې له درانده کار څخه ستړې ستومانه کور ته راغله، ډوډۍ یې تیاره کړه چې خپل څلور کلن زوی ته د غرمې ډوډۍ ورکړي. هلک د ډوډۍ خوړلو په وخت کې له خوړو سره لوبې کولې او وريجې یې له غاب څخه په مېز تویې کړې. مور خپل زوی وښکنځه:
– ته څه کوې؟ وریجې باید داسې تویې شي؟ پوهېږې چې څومره کار باید وشي تر څو ته په مړه ګېډه خواړه وخورې؟ مور د درګې اوږد لرګی را واخیست او کوچنی یې په ملا وواهه. هلک په ډېر لوړ غږ وژړل. د هلک په ژړا انا راغله او خپلې لور ته یې وویل:
– لورجانې، صبر وکړه، ولې هلک وهې؟
لور بېله دې چې مور ته روښانه کړي چې هلک څه ګناه کړي هغې ته یې ستوغ خواب ورکړ:
– زما زوی دی، څه مې چې زړه وغواړي همغسې کوم.
سپین سرې په پټه خوله د درګې لرګی را واخیست او د لور په وهلو یې پیل وکړ.
لور مور ته وویل:
– ته ولې ما وهې؟
سپین سرې په هغې وارونه کول او ویل یې:
– زما لور ده، څه مې چې زړه وغواړي همغسې کوم، زما لور ده، څه مې چې زړه وغواړي همغسې کوم.