د داغستان د خلکو کیسه
ژباړونکی: ګل جان صابر
و نه و یو شتمن مالدار و. نوموړي مالدار تر مړينې مخکې وعده وکړه چې خپلې ټولې رمې او ګلې هغه چا ته ورکوي چې یو شواروز له ده سره په قبرکې تېر کړي.
شتمن مړ شو خو هېچا نه غوښتل چې له ده سره په قبر کې شپه او ورځ تېره کړي. په کلي کې یو بېوزله سړی و چې یوازې یو بې لکۍ خر یې لرلو، هغه له دې سره موافقه وکړه چې د شتمن سره په قبر کې شپه او ورځ تېره کړي. بېوزله یې د شتمن سره په قبر کې کېناوه، په قبر یې ډبرې کېښوولې او د پاسه یې ښې ډېرې خاورې پرې واچولې خو د هوا لپاره یې یو سوری پرېښوود. بېوزله په قبر کې ډېر ووېرېد خو چاره نه وه باید هر څه وزغمي.
نیمه شپه قبر روښانه شو، دوې ملایکې- نکیر او منکر راغلې او د قبر ډبرې یې لیرې کړې. منکر پوښتنه وکړه:
– له کوم یوه څخه به لومړی پوښتنې کوو؟
نکیر ځواب ورکړ:
– له ژوندي څخه، مړ خو بېله هغې هم له موږ څخه هېچېرې نشي تللی.
هغوی له بېوزله سړي څخه د هغه د ژوند او کړو وړو په برخه کې سختې پوښتنې پیل کړې. هغه یې په دې ملامت کړ چې له خپل خره سره یې ښه چلند نه دی کړی، په وخت یې خواړه او اوبه نه دي ور کړي. سړي ته یې دا هم ور په یاد کړل چې کله به یې خر په لار سم نه تلو نو ده به څرنګه د هغه تر لکۍ لاندې تېره څه ور ته اېښوول.
یو شواروز تېر شو، کلیوالو قبر را لوڅ کړ او له هغه څخه یې مړ ژواندی بېوزله را وایست. بیوزله سړی چې کله په ځان پوه شو نو ټولو خلکو مبارکي ورکوله چې په آساني سره د ډېرو شتو څښتن شو خو بېوزله سړي وویل:
– زما هېڅ شتمني نه ده په کار. زه یې چې د یوه سپږن خره له امله دومره وځورولم نو زه به د دومره ډېرو رمو او ګلو ځواب څرنګه ورکوم؟